ads

د خوست طب پوهنځي محصلین فقط نظري زده کړې کوي

د خوست ولايت د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي محصلين وايي د سيتاج دورې لپاره روغتون ورته جوړ شوى، خو په دغه روغتون كې د كدري زده كړو لپاره هيڅ وسايل نه لري. د خوست ولايت د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي محصلين وايي د سيتاج دورې لپاره روغتون ورته جوړ شوى، خو […]

نویسنده: TKG
5 کب 1391
د خوست طب پوهنځي محصلین فقط نظري زده کړې کوي

د خوست ولايت د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي محصلين وايي د سيتاج دورې لپاره روغتون ورته جوړ شوى، خو په دغه روغتون كې د كدري زده كړو لپاره هيڅ وسايل نه لري.

د خوست ولايت د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي محصلين وايي د سيتاج دورې لپاره روغتون ورته جوړ شوى، خو په دغه روغتون كې د كدري زده كړو لپاره هيڅ وسايل نه لري.

دوى د شيخ زايد پوهنتون له ادارې او د لوړوزده کړو وزارت څخه غوښتنه کوي چې کدري روغتون ورته  فعاله او د طبي عملي زده کړو زمينه ورته برابره كړي.

د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي د محصلينو د اتحاديې مشر انورالحق وايي چې پر دې سربېره د طب پوهنځي نږدي ټول محصلين د عملي زده کړو د نشت په اړه اندېښمن دي.

انورالحق زياتوي: ((کله چې يو محصل له طب پوهنځي فارغيږي، نو بايد لږ تر لږه ٥٠ فیصده عملي زده كړه بايد ولري، مګر موږ تر اوسه په دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ يو.))

د نوموړي په خبره، که د طب پوهنځي د درسونو په لړ کې محصلينو ته د عملي زده کړې نه ورکول همداسې جريان ولري، نو د ده په وينا، دغه محصلين به ټولنې ته بې تجربې وړاندې شي.

د دغه پوهنتون د طب پوهنځي محصل ايمل وايي چې څو ځله يې د پوهنتون له ادارې سره ياده ستونزه شريکه کړې، خو د دوو کلونو له تيرېدو وروسته يې هم چا غږ نه دى اوريدلى.

نوموړى زياتوي: ((هر ډول چې کېږي، د پوهنتون کدري روغتون بايد فعال شي، که فغال نشي، نو محصلين به يو ځل د شپږو کلونو لپاره پوهنتون لولي او له هغه وروسته به بيا د دوو يا دريو کلونو لپاره په نورو روغتونو کې خپل وخت ضايع کوي.))

د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي رئيس ډاکټر جهان شاه تڼی هم د محصلينو ياده ستونزه پرځاى بولي، خو زياتوي چې له ډېرو هلو ځلو سره سره بيا هم په تېرو دوه نيمو کلونو کې په دې نه دى بريالى شوى چې د طب پوهنځي محصلينو ته کدري روغتون فعال کړي.

رئيس ټنى وايي: (( اوس د ياد روغتون ټول طبي وسايل اخستل شوي، خو له کابل څخه خوست ته په لېږد کې يو لړ ستونزې لرو او وزارت بايد په دې برخې کې زموږ ستونزې اوارې کړي.))

شاه جهان تڼي زياته كړه: ((له وزارت سره مو څو ځله د وسايلو په برخه کې د شته ستونزو په اړه خبري کړې، خو تراوسه بريالي شوي نه يو.))

كه څه هم ياد رئيس د وزارت له خوا د ياد کدري روغتون د فعالولو د چارو ځنډولو په اړه روښانه د لايل وړاندې نه کړل، خو د خوست والي عبدالجبارنعيمي وايي چې د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي محصلين پر لوړو زده كړو وزارت دا حق لري چې هم د عملي او هم د نظري زده کړو زمينې ورته برابرې کړي.

عبدالجبار نعيمي زياتوي: ((له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه کوم، د ياد کدرې روغتون ودانۍ يې چې په کوم هدف جوړه کړې بايد په هماغه سترګه ورته وګوري.))

د خوست د والي په خبره  كه چېرته دغه روغتون مجهز شي، په دې سره به د روغتيا په برخه کې خلکو ته اسانتياوې ډېرې شي او هم به ډاکتران په دولتي روغتونو کې پر وخت ناروغانو ته ځانونه  ورسوي.

پر دې سربيره د طب پوهنحي محصلين نه يوازې د کدري روغتون پر نه فعاليدا نيوکه کوي، بلکې، په ياد پوهنځي کې د عملي زده کړو د شته وسايلو په اړه هم وايې، چې لازمه ګټه يې نه ده ورځنې اخستي.

د طب پوهنځي محصل مجاهد وايي: ((که څه هم ياد پوهنځى کافي لابراتورونه لري، خو په کومه کچه چې اړتيا ده، هوغومره زمينه نه ده راته برابره شوې.))

د خوست د شيخ زايد پوهنتون رئیس محمد رسول باوري هم مني چې په دې برخه کې يو لړ ستونزې موجودې دي: (( په دې برخه کې لږ له مسلکي نيمګړتياوو سره مخامخ يو چې انشاالله په نږدې راتلونکې کې به حل شي او محصلين به بيا په بې غمه زړه خپلې عملې زده کړې مخته وړي.))

د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي کدري روغتون ودانۍ ۱۳۰ بستره لري چې وداني يې نږدې دوه کاله مخکې په ۸۰۰ زره امريکايي ډالرو جوړه او پوهنتون ته وسپارل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA