د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما وايي، امريکا او جاپان ژمنه کړې ده، چې د شمالي کوريا نوې اټومي ازموينې ته به غښتلى ځواب ورکوي. وروسته تر دې چې بارک اوباما وړمه ورځ په واشنګټن کې د جاپان له صدراعظم “شينزو ابې” سره خبرې وکړې؛ شمالي کوريا ته يې د غښتلي ځواب ورکولو
د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما وايي، امريکا او جاپان ژمنه کړې ده، چې د شمالي کوريا نوې اټومي ازموينې ته به غښتلى ځواب ورکوي.
وروسته تر دې چې بارک اوباما وړمه ورځ په واشنګټن کې د جاپان له صدراعظم “شينزو ابې” سره خبرې وکړې؛ شمالي کوريا ته يې د غښتلي ځواب ورکولو مسئله ياده کړه.
په دې پسې چې په ډسبمر کې د شينزو ابې ښي اړخي ليبرال ډيموکراټ ګوند بيا په جاپان کې واکمن شو؛ دا لومړى ځل دى، چې نوموړى له بارک اوبا سره ګوري.
ابې وويل، چې ده له بارک اوباما سره پر شمالي کوريا د نورو بنديزونو د لګولو موضوع وڅيړله.
دغو دوو مشرانو همداراز د جاپان او چين تر منځ د چين په ختيځ کې د يو شمېر کوچنيو ټاپوګانو پر سر د اختلافاتو په اړه خبرې هم وکړې.
چين او جاپان دواړه دغه ټاپوګان خپل ملكيت بولي او پر سره يې لانجه روانه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


