د ناټو سرمنشي وايي، دغه سازمان به په افغانستان کې د خپل نوي ماموريت پرمهال افغان ځواکونو ته په نړيواله کچه روزنه وركړي. د ناټو سازمان عمومي سرمنشي انډرس فورګ راسموسن دغه څرګندونې پرون د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې ،د ناټو سازمان او ايساف غړيو هيوادونو
د ناټو سرمنشي وايي، دغه سازمان به په افغانستان کې د خپل نوي ماموريت پرمهال افغان ځواکونو ته په نړيواله کچه روزنه وركړي.
د ناټو سازمان عمومي سرمنشي انډرس فورګ راسموسن دغه څرګندونې پرون د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې ،د ناټو سازمان او ايساف غړيو هيوادونو ددفاع وزيرانو ددويمې ورځنۍ غونډې په پاي کې ديوې خبري ناستې پر مهال وکړې.
خو راسمون وويل د راتلونکي لپاره د افغان پوځ د شمير په اړه پريکړه ونه شوه
د راسموسن په وينا، سبا به د ايساف او ناټو ٥٠ هېوادونه دافغانستان د وروستيو حالاتو، پرمختګونو او دراتلونکو ننګونو په اړه خبرې او بحثونه وکړي.
هغه وويل چې په نننۍ غونډه کې غړو هيوادونو يو ځل بيا د افغان ځواکونو ته د مشورې، روزنې او همکارۍ د نوي ماموريت په اړه خپلې ژمنې تکرار کړې ، نوى ماموريت به له اوسني څخه توپير ولري او کچه به يې هم وړه وي.
د ناټو سرمنشي وويل چې ناټو او نړيواله ټولنه افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي، خو دافغانانو کار دي چې د خپل هيواد راتلونکي پخپله وټاکي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

