ads

لوګر كې د عملياتو د ترسراوي خبر وركړل شو

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د یوه قومندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي او یو بل ژوندى نیول شوی. چارواکي وایي یاد عملیات نن سهار وختي ترسره شوي او په ترڅ کې یې یو اندازه وسلې هم د دولتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.     د […]

نویسنده: The Killid Group
2 کب 1391
لوګر كې د عملياتو د ترسراوي خبر وركړل شو

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د یوه قومندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي او یو بل ژوندى نیول شوی. چارواکي وایي یاد عملیات نن سهار وختي ترسره شوي او په ترڅ کې یې یو اندازه وسلې هم د دولتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.

 

 

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د یوه قومندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي او یو بل ژوندى نیول شوی.

چارواکي وایي یاد عملیات نن سهار وختي ترسره شوي او په ترڅ کې یې یو اندازه وسلې هم د دولتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.

د لوګر ولایت له مطبوعاتي ادارې څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼې کې ویل شوي، چې عملیات د څرخ ولسوالۍ په قلعه نو کلي کې ترسره شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د افغان او بهرنیو ځواکونو په شویو عملیاتو کې د طالبانو یو قومندان شېر او دوه نور ملګري یې وژل شوي او یو بل هغه ژوندى نیول شوى.

خبرځاى دا هم وایي، چې د عملیات کوونکو ځواکونو لاسته د وسله والو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم ورغلې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په عملیاتو کې وژل شویو وسله والو د څرخ ولسوالۍ اړوند سیمو کې د دولت پرضد فعالیتونه کول.

بلخوا وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د لوګر ځایي چارواکي وایي، له عملیات کوونکو ځواکونو سره ولسي وګړي هم مرسته کوي، چې په ډېرو سیمو کې یې ښې پایلې هم لاسته راوړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA