ads

فرانسوا هولانډ د وسله والو لخوا د ۷ فرانسوي سيلانيانو تښتول تاييد كړل

فرانسې تاييد كړه، چې ددغه هېواد ۷ تنه سيلانيان د نايجيريا پولې ته نږدې د کاميرون هېواد په شمال کې د وسله والو له خوا تښتول شوي دي. د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا هولانډ ويلي، ګمان کوي، چې دغه فرانسويان د يوې تروريستې ډلې له خوا چې مرکز يې په نايجيريا کې دى، تښتول شوي فرانسې […]

نویسنده: TKG
2 کب 1391
فرانسوا هولانډ د وسله والو لخوا د ۷ فرانسوي سيلانيانو تښتول تاييد كړل

فرانسې تاييد كړه، چې ددغه هېواد ۷ تنه سيلانيان د نايجيريا پولې ته نږدې د کاميرون هېواد په شمال کې د وسله والو له خوا تښتول شوي دي. د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا هولانډ ويلي، ګمان کوي، چې دغه فرانسويان د يوې تروريستې ډلې له خوا چې مرکز يې په نايجيريا کې دى، تښتول شوي

فرانسې تاييد كړه، چې ددغه هېواد ۷ تنه سيلانيان د نايجيريا پولې ته نږدې د کاميرون هېواد په شمال کې د وسله والو له خوا تښتول شوي دي.

د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا هولانډ ويلي، ګمان کوي، چې دغه فرانسويان د يوې تروريستې ډلې له خوا چې مرکز يې په نايجيريا کې دى، تښتول شوي دي.

د هغه په وينا، د يادو ۷ كسانو له ډلې څلور يې ماشومان او د يوې كورنۍ غړي دي.

له کومې ورځې، چې فرانسوي ځواکونه د مالي په شمال کې د اسلام پالو وسله والو د لرې کولو په هدف دغه افريقايي هېواد ته استول شوي، پر فرانسوي اتباعو او هدفونو د بريدونو خطرونه زيات شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA