ټاكل شوې، چې د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د راتلونكې يکشنبې په ورځ د اروپا او منځني ختيځ نهو هېوادونو ته خپل لومړنى سفر پيل کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، کېري به بريتانيا، جرمني، فرانسې، ايټاليا، ترکيې، مصر، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او قطر ته لاړ شي او د
ټاكل شوې، چې د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د راتلونكې يکشنبې په ورځ د اروپا او منځني ختيځ نهو هېوادونو ته خپل لومړنى سفر پيل کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، کېري به بريتانيا، جرمني، فرانسې، ايټاليا، ترکيې، مصر، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او قطر ته لاړ شي او د مارچ تر شپږمې نېټې پورې به په سفر بوخت وي.
د دغه وزارت وياندې ويکټوريا نولانډ ويلي، چې جان كېري به به د ايټاليا په مرکز روم کې د سوريې د رژيم له مخالفينو او د هغو هېوادونو له استازو سره وګوري، چې د سوريې د جمهوررئيس بشارالاسد د مخالفو ځواکونو ملاتړ کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


