ads

په امنيتي تړون کې د امريكايي سرتېرو شمېر نه په ډاګه کېږي

د امريکا متحده ايالات وايي، چې له افغانستان سره په کېدونکي امنيتي تړون کې د ځواکونو د  شمېر ذکر نه کېږي. د ناټو لپاره د امريکا د متحده ايالاتو دايمي سفير ډالډير (Ivo H. Daalder) پرون په بروکسل کې د افغانستان د رسنيو له اېډېټرانو سره په ناسته کې وويل، د امريکا متحده ايالات وايي، […]

نویسنده: TKG
1 کب 1391
په امنيتي تړون کې د امريكايي سرتېرو شمېر نه په ډاګه کېږي

د امريکا متحده ايالات وايي، چې له افغانستان سره په کېدونکي امنيتي تړون کې د ځواکونو د  شمېر ذکر نه کېږي. د ناټو لپاره د امريکا د متحده ايالاتو دايمي سفير ډالډير (Ivo H. Daalder) پرون په بروکسل کې د افغانستان د رسنيو له اېډېټرانو سره په ناسته کې وويل،

د امريکا متحده ايالات وايي، چې له افغانستان سره په کېدونکي امنيتي تړون کې د ځواکونو د  شمېر ذکر نه کېږي.

د ناټو لپاره د امريکا د متحده ايالاتو دايمي سفير ډالډير (Ivo H. Daalder) پرون په بروکسل کې د افغانستان د رسنيو له اېډېټرانو سره په ناسته کې وويل، چې په امنيتي تړون کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکايي ځواکونو حضور، رول او هغه ځايونه چې دوى به پكې مېشت وي روښانه شي، خو د شمېر د کچې په اړه، چې څومره به وي، يادونه نه کېږي.

د هغه په وينا، په دغه تړون کې به د امريکا د متحده ايالاتو د دوو مهمو رولونو، چې له افغان ځواکونو سره د امنيت په ټينګښت کې مرسته  او د هغوی روزنه ده، ټول جزيات وليکل شي.

ډالډير افغان امنيتي ځواکونو ته د قدرت د انتقال بهير کامياب وباله او ويې ويل، چې  نږدې ۹۰ په سلو کې د افغان مېشتو سيمو امنيت خپله د افغان ځواكونو پرغاړه دی او په راتلونکي پسرلي کې به د ټولې خاورې امنيت د افغانان ځواکونو پرغاړه وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA