اروپايي ټولنې پر سوريې لګول شوي بنديزونه د درېيو نورو مياشتو لپاره وغځول. د دې ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو پرون په بروکسل کې په خپله غونډه کې پر ياد هېوا لګول شوي بنديزونه تمديد کړل.
اروپايي ټولنې پر سوريې لګول شوي بنديزونه د درېيو نورو مياشتو لپاره وغځول.
د دې ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو پرون په بروکسل کې په خپله غونډه کې پر ياد هېوا لګول شوي بنديزونه تمديد کړل.
د اروپايي ټولنې دا ګام د سوريې په اړه د غړو هېوادونو په دريځونو کې د څو اونيو له اختلافونو وروسته يو جوړجاړى ګڼل شوى دى.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مشرې کاترين اشټن له غونډې وروسته پر سوريې د بنديزونو د غځولو پرېکړه اعلان کړه.
بلخوا د سوريې د شخړې د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو تحقيق كوونكي کارلا ديل پونټې ويلي، اوس وخت رارسېدلى چې د جرمونو نړيواله محکمه په سوريه کې جنګي جرمونه وڅېړي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د سوريې په روانه شخړه کې تر اوسه پورې شاوخوا اويا زره کسان وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

