پاكستاني ديني عالمان به د طالبانو په نه موجوديت کې له افغان عالمانو سره د کابل په راتلونکې غونډه کې برخه وانخلي. دغه څرګندونې د پاکستان د ديني عالمانو د شورا مشر علامه طاهر محمود اشرفي ډېلي ټيليګراف ورځپاڼې كړې دي.
پاكستاني ديني عالمان به د طالبانو په نه موجوديت کې له افغان عالمانو سره د کابل په راتلونکې غونډه کې برخه وانخلي.
دغه څرګندونې د پاکستان د ديني عالمانو د شورا مشر علامه طاهر محمود اشرفي ډېلي ټيليګراف ورځپاڼې كړې دي.
د هغه په وينا، که چېرې دا غونډه د سولې په هدف وي؛ نو بيا ولې طالبان په کې نشته؟
اشرفي د طالبانو د مشر ملا محمد عمر ستاينه كړې او ويلي يې دي، چې نه غواړي د افغان طالبانو د تاوتريخوالي پر ضد فتوا ورکړي.
ټاکل شوې وه، چې په راتلونکې مارچ مياشت کې د پاکستان مذهبي مشران او ديني عالمان په كابل كې له خپلو افغان سيالانو سره د سولې په هدف په جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


