ads

بريتانيا له هند سره د تماس ډله جوړوي

هند او بريتانيا به د دې لپاره، چې ناټو تر راتلونکي کال پورې د پوځيانو شمېر کموي، د خپلو فعاليتونو او طرحو د همغږي كولو لپاره د کاري ډلو د جوړولو په لړ کې په لوړه کچه د تماس يوه ډله جوړه کړي. هند او بريتانيا به د دې لپاره، چې ناټو تر راتلونکي کال […]

نویسنده: TKG
1 کب 1391
بريتانيا له هند سره د تماس ډله جوړوي

هند او بريتانيا به د دې لپاره، چې ناټو تر راتلونکي کال پورې د پوځيانو شمېر کموي، د خپلو فعاليتونو او طرحو د همغږي كولو لپاره د کاري ډلو د جوړولو په لړ کې په لوړه کچه د تماس يوه ډله جوړه کړي.

هند او بريتانيا به د دې لپاره، چې ناټو تر راتلونکي کال پورې د پوځيانو شمېر کموي، د خپلو فعاليتونو او طرحو د همغږي كولو لپاره د کاري ډلو د جوړولو په لړ کې په لوړه کچه د تماس يوه ډله جوړه کړي.

د ټايمز اف انډيا ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې ډلې د جوړېدا اعلان به ښايي نن نوي ډيلي ته د بريتانيا د لومړي وزير ډېوېد کامرون د سفر په ترڅ کې اعلان شي.

د دې ډلې اعلان په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بريتانيا پر درې اړخيزې غونډې د هند د اعتراض په ځواب کې کېږي.

د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد هندي رسنيو ته ويلي، د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ ورڅخه غوښتي، چې د افغانستان په اړه د يو ګډ ميکانيزم وړانديز وکړي، څو هند په قضيه کې دخيل پاتې شي.

هند د افغانستان، پاکستان او بريتانيا د درې اړخيزې سرمشريزې په مقابل کې له افغانستان او امريکا سره درې اړخيزې غونډې لري، چې نن به هم نوى ډيلى د درېيو هېوادونو د بهرنيو چارو د مرستيال وزيرانو د يوې غونډې کوربه وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA