ads

اروپايي ټولنې پر شمالي كوريا خپل بنديزونه سخت كړل

اروپايي ټولنې پر شمالي کوريا  خپل بنديزونه نور هم سخت كړل. دغې ټولنې دغه پرېكړه د شمالي کوريا د تېرې اونۍ د اټومي ازموينې په غبرګون كې كړې ده. اروپايي ټولنې پر شمالي کوريا  خپل بنديزونه نور هم سخت كړل. دغې ټولنې دغه پرېكړه د شمالي کوريا د تېرې اونۍ د اټومي ازموينې په غبرګون […]

نویسنده: TKG
1 کب 1391
اروپايي ټولنې پر شمالي كوريا خپل بنديزونه سخت كړل

اروپايي ټولنې پر شمالي کوريا  خپل بنديزونه نور هم سخت كړل. دغې ټولنې دغه پرېكړه د شمالي کوريا د تېرې اونۍ د اټومي ازموينې په غبرګون كې كړې ده.

اروپايي ټولنې پر شمالي کوريا  خپل بنديزونه نور هم سخت كړل.

دغې ټولنې دغه پرېكړه د شمالي کوريا د تېرې اونۍ د اټومي ازموينې په غبرګون كې كړې ده.

د  اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو پرون په بروکسل کې په خپله غونډه کې پرشمالي کوريا د بنديزونو په سختولو موافقه وکړه.

د دغو نويو بنديزونو له مخې، شمالي کوريا ته د هغو اساسي موادو صارول بنديږي، چې ګمان کيږي د دې هېواد په توغندويو او مالي سکټورونو پورې تړاو لري.

نړيوالې ټولنې په پراخه كچه د شمالي کوريا له خوا د فبرورۍ په دولسمه نېټه د درېيمې اټومي ازموينې غندنه كړې ده.

د اروپايي ټولنې د ماليو وزيرانو هم په يوې اعلاميه کې ويلي، چې شمالي کوريا يو ځل بيا د ځان د ګوښه کولو او پاروونکو اعمالو لاره غوره کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA