ads

ليبيا كې د پاڅون دويمه كليزه ولمانځل شوه

د ليبيا خلکو پرون د خپل پاڅون دويمه کليزه ولمانځله. د دغه پاڅون په نتيجه کې د معمرقذافي واکمني نسکوره شوه. د ملي اسمبلۍ مشر محمدمقاريف، چې په حقيقت کې د ليبيا د دولت مشر دى د پاڅون د قربانيانو روح ته د درناوي مراتب پرځاى کړل.     د ليبيا خلکو پرون د خپل […]

نویسنده: TKG
30 سلواغه 1391
ليبيا كې د پاڅون دويمه كليزه ولمانځل شوه

د ليبيا خلکو پرون د خپل پاڅون دويمه کليزه ولمانځله. د دغه پاڅون په نتيجه کې د معمرقذافي واکمني نسکوره شوه. د ملي اسمبلۍ مشر محمدمقاريف، چې په حقيقت کې د ليبيا د دولت مشر دى د پاڅون د قربانيانو روح ته د درناوي مراتب پرځاى کړل.

 

 

د ليبيا خلکو پرون د خپل پاڅون دويمه کليزه ولمانځله.

د دغه پاڅون په نتيجه کې د معمرقذافي واکمني نسکوره شوه.

د ملي اسمبلۍ مشر محمدمقاريف، چې په حقيقت کې د ليبيا د دولت مشر دى د پاڅون د قربانيانو روح ته د درناوي مراتب پرځاى کړل.

مقاريف په ختيځ بنغازي ښار کې، چې پاڅون پکې پيل شو، سلګونو کسانو ته په وينا کې ټينګار وکړ، چې ليبيا به بيا هېڅکله د تروريزم په ځاله بدل نشي.

د ليبيا خلک د خپل پاڅون کليزه په داسې حال کې لمانځي چې نوي واکمن د يوبل پاڅون لپاره د انتقاد کوونکو له غوښتنې سره د مقابلې په حال کې دي.

د حکومت منتقدين واکمن تورنوي، چې د اړتيا وړ اصلاحاتو په راوستو کې پاتې راغلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA