د عراق د پايتخت بغداد په شيعه مېشتو سيمو كې د بمي بريدونو له كبله لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل شوي او له سلو زيات ټپيان دي. دا بريدونه په صدر، حبيبيه، قاهره او يو شمېر نورو سيمو كې شوي دي.
د عراق د پايتخت بغداد په شيعه مېشتو سيمو كې د بمي بريدونو له كبله لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل شوي او له سلو زيات ټپيان دي.
دا بريدونه په صدر، حبيبيه، قاهره او يو شمېر نورو سيمو كې شوي دي.
د روان کال له پيله په عراق كې پر شيعه مسلمانانو او امنيتي ځواکونو بريدونه زيات شوي دي.
بلخوا د عراق د تېلو وزارت ويلي، چې يوې بمي چاودنې د دې هېواد له ترټولو لويې تصفيه خانې بېجي څخه شمالي ولايت نينيوې Niniveh ته غځېدلې نل ليكه له کاره غورځولې ده او د چارواكو په وينا، دې چاودنې تلفات نه درلودل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

