ads

پاکستان له بريتانيا څخه په افغانستان کې د هند د رول د كمېدو غوښتنه كړې

پاکستان له بريتانيا څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د هند فعاليتونه محدود کړي. هندي ورځپاڼه ټايمز اف انډيا وايي، چې د پاکستان غوښتنې ته د بريتانيا د ځواب په اړه څه نه دي ويل شوي، خو ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، چې پخلاينې پاکستان له بريتانيا څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د هند فعاليتونه محدود […]

نویسنده: TKG
29 سلواغه 1391
پاکستان له بريتانيا څخه په افغانستان کې د هند د رول د كمېدو غوښتنه كړې

پاکستان له بريتانيا څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د هند فعاليتونه محدود کړي. هندي ورځپاڼه ټايمز اف انډيا وايي، چې د پاکستان غوښتنې ته د بريتانيا د ځواب په اړه څه نه دي ويل شوي، خو ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، چې پخلاينې

پاکستان له بريتانيا څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د هند فعاليتونه محدود کړي.

هندي ورځپاڼه ټايمز اف انډيا وايي، چې د پاکستان غوښتنې ته د بريتانيا د ځواب په اړه څه نه دي ويل شوي، خو ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، چې پخلاينې ته د طالبانو د حاضرولو په مقابل کې پاکستان په افغانستان کې د هند د رول او فعاليتونو د کمېدو غوښتونکى دى.

د يادې ورځپاڼې په وينا، ښايي د راتلونکې سې شنبې په ورځ د بريتانيا لومړى وزير ډېوېډ کامرون له خپل هندي سيال من موهن سينګ سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر همکارۍ او له طالبانو سره پر پخلاينې خبرې وکړي.

د بريتانيا لومړى وزير هند ته وروسته له دې په رسمي سفر ځي، چې په لندن کې يې د افغانستان او پاکستان له جمهوررئيسانو سره مفصلې خبرې وکړې.

ډيپلوماتيکې سرچينې وايي، چې پاکستان د هند د رول د کمېدو غوښتنه د افغانستان، پاکستان او بريتانيا په وروستۍ درې اړخيزه سرمشريزه کې کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA