د ملګرو ملتونو د بشري حقونو استازې ناوې پيلې وايي، د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد بايد ژر تر ژره د جنګي او بشري حقونو د سرغړونو په اړه ځواب ووايي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو استازې ناوې پيلې وايي، د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد بايد ژر تر ژره د جنګي او بشري حقونو د سرغړونو په اړه ځواب ووايي.
هغې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د سوريې د روان کړکېچ ختمولو لپاره، چې اوس پر يوه ناورين اوښتى، بېړني ګامونه واخلي.
نوموړې، چې د بريتانيا له څلورم چينل سره يې خبرې کولې، يوځل بيا ټينګار وکړ، چې ولې اسد د جنګي جرمونو په اړه نه پوښتل کېږي؟
پيلې وايي، چې د اسد د محاکمه کېدو قضيه بايد د امنيت شورا له لوري د جنګي جرمونو پروړاندې نړيوالې محکمې ته وسپارل شي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو دغې استازې ويلي، چې حکومتونه بايد د کړکېچ د ختمولو او ياد د اوربند لپاره سوريه کې مداخله وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

