د ليبيا په بنغازي ښار کې څلور بهرنيان نيول شوي، چې مسيحيت ته د دعوت شک پرې کېده. د دې هېواد د امنيت د رياست وياند الحسين بن حميد وايي، دا څلور تنه تر پلټنو لاندې دي، چې د مسيحيت په اړه يې لسګونه زره کتابونه چاپ کړي او
د ليبيا په بنغازي ښار کې څلور بهرنيان نيول شوي، چې مسيحيت ته د دعوت شک پرې کېده.
د دې هېواد د امنيت د رياست وياند الحسين بن حميد وايي، دا څلور تنه تر پلټنو لاندې دي، چې د مسيحيت په اړه يې لسګونه زره کتابونه چاپ کړي او وېشلي دي.
رويټرز خبري اژانس د حميد له قوله ويلي، چې څلور تورن کسان د تېرې سې شنبې په ورځ د کتابونو په يوه چاپځي کې نيول شوي، چې مسحيت ته د اړولو لپاره يې زرګونه ټوکه کتابونه چاپول.
حميد زياتوي، چې په ليبيا کې مسيحيت ته دعوت کول جرم دى.
امنيتي چارواکو دا هم ويلي، له نيول شويو پوښتنې ګروېږنې روانې دي او په دوو ورځو کې به د هېواد ملي امنيت ادارې ته وسپارل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

