ads

كوټه كې چاودنې ۷۵ تنه ووژل

د پاكستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټې ښار کې يوې زورورې چاودنې لږترلږه ۷۵ تنه وژلي او تر ۱۵۰ زيات يې ټپيان كړي دي. پوليس وايي، چاودنه تېر ماښام د هزاره ټاون په نوم د شيعه وو په مېنه کې له لرې د کنټرولېدونکي بم په وسيله شوې ده. د پاكستان د بلوچستان ايالت په […]

نویسنده: TKG
29 سلواغه 1391
كوټه كې چاودنې ۷۵ تنه ووژل

د پاكستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټې ښار کې يوې زورورې چاودنې لږترلږه ۷۵ تنه وژلي او تر ۱۵۰ زيات يې ټپيان كړي دي. پوليس وايي، چاودنه تېر ماښام د هزاره ټاون په نوم د شيعه وو په مېنه کې له لرې د کنټرولېدونکي بم په وسيله شوې ده.

د پاكستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټې ښار کې يوې زورورې چاودنې لږترلږه ۷۵ تنه وژلي او تر ۱۵۰ زيات يې ټپيان كړي دي.

پوليس وايي، چاودنه تېر ماښام د هزاره ټاون په نوم د شيعه وو په مېنه کې له لرې د کنټرولېدونکي بم په وسيله شوې ده.

ويل شوي، چې په وژل شويو او ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د ټپيانو د شمېر زياتوالي ته په پام سره وېره ده، چې د تلفاتو شمېر زيات شي.

د يو شمېر ټپيانو حال نازک دى ښودل شوى دى.

دا په تېرو پنځو اوونيو کې د کوټې په ۶ لکه کسيزه هزاره مېشته سيمه کې دويم لوی بريد دی، چې را منځ ته کېږي.

په همدې ښار د جنورۍ مياشتې په ۱۰ مه د سنوکر په يوه کلب کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول، چې شاوخوا ۹۲ کسان يې ووژل او ۱۲۱ نور يې ټپيان کړل.

د هغو بريدونو پړه د لشکر جنګوي ډلې پر غاړه اخيستې وه او د پرونۍ چاودنې پړه هم همدې ډلې منلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA