ads

پوتين د جي شل ډلې د ماليې له وزيرانو سره وكتل

روسيې د نړۍ د مخکښو صنعتي او پرمختيايي هېوادونو د ماليې له وزيرانو څخه وغوښتل، چې د خپلو پرېکړو سياسي او ټولنيز مفهوم په پام کې ونيسي. دغه غوښتنه د روسيې جمهوررئيس ولاديمير پوتين تېره ورځ د G-20 ډلې د ماليې وزيرانو او مرکزي بانکونو له مشرانو سره، چې په مسكو كې د دوو ورځنيو […]

نویسنده: TKG
28 سلواغه 1391
پوتين د جي شل ډلې د ماليې له وزيرانو سره وكتل

روسيې د نړۍ د مخکښو صنعتي او پرمختيايي هېوادونو د ماليې له وزيرانو څخه وغوښتل، چې د خپلو پرېکړو سياسي او ټولنيز مفهوم په پام کې ونيسي. دغه غوښتنه د روسيې جمهوررئيس ولاديمير پوتين تېره ورځ د G-20 ډلې د ماليې وزيرانو او مرکزي بانکونو له مشرانو سره، چې په مسكو كې د دوو ورځنيو

روسيې د نړۍ د مخکښو صنعتي او پرمختيايي هېوادونو د ماليې له وزيرانو څخه وغوښتل، چې د خپلو پرېکړو سياسي او ټولنيز مفهوم په پام کې ونيسي.

دغه غوښتنه د روسيې جمهوررئيس ولاديمير پوتين تېره ورځ د G-20 ډلې د ماليې وزيرانو او مرکزي بانکونو له مشرانو سره، چې په مسكو كې د دوو ورځنيو خبرو لپاره جرګه شوي وو، د كتنې په ترڅ كې وكړه.

پوتين د ماليې له وزيرانو وغوښتل، يوازې دې دا نه څېړي، چې په مالي برخه کې کوم شيان مهم دي؛ بلکې پر دې دې غور وکړي، چې په روان نړيوال اقتصادي بحران کې په حقيقي ډول څه شى عملي دى.

د هغه په وينا، د نړۍ د ٢٠ سترو اقتصادي قدرتونو عمده ستونزه، د نړۍ اقتصاد له رکود او غير ډاډمن حالت څخه راايستل او د اقتصادي ودې پر لوري دوامداره تګ دى.

د G-20  دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې داسې اندېښنې شته، حکومتونه ښايي د اقتصادي ودې لپاره د خپلو پولي واحدونو ارزښت ټيټ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA