بلغاريا د فلسطين د اسلامپالې ډلې حماس درې تنه وکيلان له خپلې خاورې وايستل. دغه وكيلان د يوې نادولتي ډلې له خوا وربلل شوي وو.
بلغاريا د فلسطين د اسلامپالې ډلې حماس درې تنه وکيلان له خپلې خاورې وايستل.
دغه وكيلان د يوې نادولتي ډلې له خوا وربلل شوي وو.
د بلغاريا د کورنيو چارو وزير څيوان څيتانوف وايي، که څه هم دغه فلسطينيان په قانوني ډول بلغاريا ته ننوتلي، خو په وينا يې، دوى ته ويزې د جلا غرضونو لپاره ورکړل شوي او دا له هغه څه سره توپير لري، چې دوى ته ويل شوي وو.
د بلغاريا د ملي امنيت ادارې دغه فلسطينيان د دوى ملي امنيت ته د يو جدي ګواښ په توګه ياد كړي دي.
حماس ډله د اروپايي ټولنې له خوا چې بلغاريا يې هم غړې ده، تروريستي سازمان ګڼل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

