د پاکستاني د علماوو د شورا مشر طاهر اشرفي پرون په اسلام آباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل، دوى به د کابل په هغه کانفرانس کې برخه وانخلي، چې په دې وروستيو کې پرې سلا شوي وو.
د پاکستاني د علماوو د شورا مشر طاهر اشرفي پرون په اسلام آباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل، دوى به د کابل په هغه کانفرانس کې برخه وانخلي، چې په دې وروستيو کې پرې سلا شوي وو.
د اشرفي په وينا، يو شمېر مذهبي ګوندونه د مارچ د مياشتې له کابل کانفرانس سره ځکه پريکون کړى، چې افغان حکومت د طالبانو مشر ملا محمد عمر ترهګر ګڼي.
نوموړى وايي، د افغانستان د علماوو له مشر قيام الدين کشاف او نورو غړو سره يې په اسلام آباد کې غونډه درلوده، خو افغان پلاوي بېرته له ستنېدو سره سم وويل، چې په غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
د اشرفي په وينا، که طالبانو په دې غونډه کې ګډون وکړ، نو دوى به هم حاضر شي.
د رپوټونو له مخې، د پاکستان د علماوو د شورا پر غړو سربېره يو شمېر نورو علماوو هم په اسلام آباد کې له افغان پلاوي سره ليدلي او د کابل په کانفرانس کې يې د ګډون ژمنه کړې ده.
د سولې عالي شورا د تېرې سه شنبې په ورځ پاكستان ته د افغان پلاوي سفر بريالى وباله او ټاكل شوې د ياد کنفرانس د اجنډا د جوړولو په هدف د فبرورۍ په ۲۱ مه په کابل کې د دواړو هېوادونو د کمېټو غونډه جوړه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


