په عراق او افغانستان کې د بريتانيا ۴۴۷ بې پېلوټه الوتکې لوېدلي، ماتې شوي او يا د عملياتو په ترڅ کې لادرکه شوې دي. د ګارډين ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د بريتانيا دفاع وزارت ويلي، چې ۴۴۷ بې پېلوټه الوتکې يې د تخنيکي ستونزو او د کنټرول د خرابۍ له کبله په داسې
په عراق او افغانستان کې د بريتانيا ۴۴۷ بې پېلوټه الوتکې لوېدلي، ماتې شوي او يا د عملياتو په ترڅ کې لادرکه شوې دي.
د ګارډين ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د بريتانيا دفاع وزارت ويلي، چې ۴۴۷ بې پېلوټه الوتکې يې د تخنيکي ستونزو او د کنټرول د خرابۍ له کبله په داسې سيمو کې لوېدلي، چې دښمن هلته موجود وو.
د ګارډين د رپوټ پر بنسټ، په دغو الوتکو کې، چې په تېرو پنځو کلونو کې ضايع شوي، کوچنۍ او لويې(UAV) او توغندي ويشتونکې بې پېلوټه الوتکې شاملې دي.
رپوټ ليكي، چې ډېرى دغه الوتكې بېرته ترميم شوې نه دي او له دې درکه بريتانيا په ميليونونو پونډه تاوان کړى دى.
د لوېديځو رسنيو د رپوټونو له مخې، د بريتانيا دفاع وزارت غواړي، چې د يودېرش ميليونه ډالرو په ارزښت ۱۶۰ نورې دا ډول الوتکې راونيسي.
دې وزارت د تېر کال په اپرېل کې د څلور ميليون ډالرو دا ډول الوتکې اخيستې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

