د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما پخپله کلنۍ وينا کې د خپل هېواد د اقتصادي وضعيت د ښه کېدو ترڅنګ، د افغانستان، شمالي کوريا، سوريې او ايران په اړه هم څرګندونې وکړې.
د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما پخپله کلنۍ وينا کې د خپل هېواد د اقتصادي وضعيت د ښه کېدو ترڅنګ، د افغانستان، شمالي کوريا، سوريې او ايران په اړه هم څرګندونې وکړې.
نوموړي وويل، چې د ۲۰۱۴ کال په لومړيو کې به له افغانستانه خپل ۳۴ زره امريکايي سرتېري وباسي.
له افغانستانه د ۳۴ زرو امريکايي سرتېرو په وتلو سره به، د امريکايي پوځيانو ۶۶ زره شمېر نژدې نيمايي ته راټيټ شي.
په پام کې ده، چې په افغانستان کې د امريکا جګړه ييز عمليات د ۲۰۱۴ کال ترپايه ختم شي، خو دا لا څرګنده نه ده، چې په دې هېواد کې به تر ټاکل شوي مهال وېش وروسته څومره امريکايي پوځيان پاتې کېږي.
د پاتې کېدونکو امريکايي پوځيانو دنده يوازې د افغان پوځ پر ملاتړ او روزنې پورې تړلې ده او اوباما تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې د پاتې کېدونکو پوځيانو په اړه هېڅ ونه ويل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


