ads

كومب مېلې كې د ټېل ماټېل له كبله ۳۶ تنه وژل شوي

د هندوستان د کومب مېلې پرمهال په ټېل ماټېل کې لږترلږه ۳۶  تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. د هند د رېلوې وزير پاون بنسال Pawan Bansal وويل، ګډوډي پرون ماښام وروسته له هغه پېښه شوه، چې د ډېرو زياتو خلکو څپه د الله آباد اورګاډو د اډې د هندوستان د کومب مېلې […]

نویسنده: TKG
23 سلواغه 1391
كومب مېلې كې د ټېل ماټېل له كبله ۳۶ تنه وژل شوي

د هندوستان د کومب مېلې پرمهال په ټېل ماټېل کې لږترلږه ۳۶  تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. د هند د رېلوې وزير پاون بنسال Pawan Bansal وويل، ګډوډي پرون ماښام وروسته له هغه پېښه شوه، چې د ډېرو زياتو خلکو څپه د الله آباد اورګاډو د اډې

د هندوستان د کومب مېلې پرمهال په ټېل ماټېل کې لږترلږه ۳۶  تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د هند د رېلوې وزير پاون بنسال Pawan Bansal وويل، ګډوډي پرون ماښام وروسته له هغه پېښه شوه، چې د ډېرو زياتو خلکو څپه د الله آباد اورګاډو د اډې خواته وخوځېده.

د راپورونو له مخې د پېښې پرمهال په سټېشن کې زرګونه کسان ولاړ وو.

تمه ده په دې مراسمو کې شاوخوا دېرش ميليونه کسان خپل ځانونه د سنګم سيند په اوبو کې چې د ګنګا، جمنا او اساطيري سرسوتي سيندونو د يوځاى کېدو ټکى دى، پرېمينځي.

په هرو ۱۲ کلونو د هند په شمالي الله اباد ښار کې لسګونه ميليونه زيارت کوونکي پر يوه ځاى د مذهبي مېلې لمانځلو لپاره راغونډېږي.

هندوان په دې عقيده دي، چې په ګنګا سيند کې لمبل د دوى ګناوې پاکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA