د نورو ولایتونو په څېر په غزنې کې هم ډېر داسې ماشومان لیدل کېږي چې عمرونه یې له ۵ تر۱۲ کلونو زیات نه دي، دوی د دې پرځای چې ښوونځیو ته ولاړ شي، اړ دي چې د خپلو بې سرپرسته کورنیو لپاره د ښار په واټونو او کوڅو کې ډوډۍ وګټي.
د نورو ولایتونو په څېر په غزنې کې هم ډېر داسې ماشومان لیدل کېږي چې عمرونه یې له ۵ تر۱۲ کلونو زیات نه دي، دوی د دې پرځای چې ښوونځیو ته ولاړ شي، اړ دي چې د خپلو بې سرپرسته کورنیو لپاره د ښار په واټونو او کوڅو کې ډوډۍ وګټي.
د بوټانو رنګول، د موټرو مینځل، د سپېلنیو لوګی، په هوټلونو، دوکانو او مستري خانو کې شاګردي، د دغو ماشومانو کار دی.
۷ کلن محب الله په غزني ښار کې سپېلني لوګی کوي، د هغه چې د یخنۍ له کبله اندامونه رېږدېدل، وویل:(( په پیسو باندې ډوډۍ خورم، ابۍ راته ویل چې دغه کار وکړم، یو پیسې راکړي بل یې نه راکی.))
د غزني ښار په يوه مستري خانه كې۱۰ کلن محمود بیا هغه ماشوم دی چې تر ماښامه ایله ۳۰ افغانۍ ګټي او کورته یې وړي، نوموړی وايي: (( شاګردي کوم، په ژمي کې کار نه وي، استاذ غرمه کې ډوډۍ او ماښام راته ۳۰ روپۍ راکوي، پلار مې مړ شوی. بل ورور مې د خلکو بوټان رنګوي.))
دا يوازې محب الله او محمود نه دي چې د كور د نفقې په خاطر په واړه ځان مزدوري كوي، بلكې د دوى په څېر د غزني سلګونه نور ماشومان هم ليدل كېږي چې كرۍ ورځ د غزني د سړكونو پر غاړه يوې افغانۍ ته د ژمي يخنۍ او د اوړي ګرمۍ ګالي.
فعالان وايي، که په دغه ولایت کې بې وزله کورنیو ته پاملرنه ونه شي، نو په پراخه كچه ماشومان به له زده كړو محروم او شاقه كارونو ته مخه كړي.
علي اقا وحيد په همدې نظر دى او وايي، دولت بايد هغو ماشومانو ته چې په كور كې د ګټې وټې څوك نه لري، كم تر كمه د حرفوي زده كړو زمينه برابره كړي: (( دا كار به ماشومان په ځان متكي او ورسره به خپل مکتب ووايي.))
د غزني د كار، ټولنيزو او معلولينو چارو رئيسرعبدالكريم نورزی بیا وايي زياتره كورنۍ په لوى لاس خپل ماشومان د ښوونځي پر ځاى درندو كارونو ته مجبوروي:(( دلته دوه ډوله كورنۍ دي، يو شمېر ګټه وټه لري، خو بيا هم ماشومان کار ته مجبوروي، ځېنې يې بيا واقعا پلار او سرپرست نه لري، نو ځکه سختو کارونو ته مخه كوي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


