د خوست د ګربزو ولسوالۍ په غلام خان بندر کې د ګمرکي تاسيساتو او سرحدي پوليسو لپاره د کمیسارۍ ودانيو د جوړېدو چارې پيل شوې. په همدې اړه په جوړو شويو مراسمو کې پر دولتي چارواکو سربېره ګڼ شمېر قومي مشرانو او د ګربزو سيمې اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
د خوست د ګربزو ولسوالۍ په غلام خان بندر کې د ګمرکي تاسيساتو او سرحدي پوليسو لپاره د کمیسارۍ ودانيو د جوړېدو چارې پيل شوې.
په همدې اړه په جوړو شويو مراسمو کې پر دولتي چارواکو سربېره ګڼ شمېر قومي مشرانو او د ګربزو سيمې اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي په دې اړه وويل، د ګمرګ لپاره يوه اساسي وداني، تله، د ودانۍ شاوخوا امنيتي پوستې او ٣٥ موټرو لپاره پارکينګ په پام کې نيول شوى، چې شاوخوا ٤٠ جريبه ځمکه کې به جوړ شي.
د ده په وينا، دغه راز بله ودانۍ سرحدي پوليسو لپاره جوړېږي، چې ١٣٥ تنو لپاره د ډوډۍ خوړولو سالون، حمامونه او نورې ګڼې اسنتياوې به په دې ودانۍ کې موجودي وي، چې په اساسي ډول جوړيږي.
ده د سرحدي پوليسو جوړېدونکې ودانۍ پرمختللي وبلله او د دواړه پروژو لګښت يې شاه وخوا ٥ مليونه ډالر ياد کړ، چې د امريکا متحد ايالات به يې ورکوي.
په جنوب ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال عبدالحى اطرافي د سرحد پوليسو لپاره د يادو ودانيو جوړول مهم وبلل او ډاډ يې ورکړ، چې د يادو پروژو امنيتي چارې به په ښه ډول خوندي کړي.
په وار وار د دې لارې د ترانزیټ وعدې شوې، خو لا عملي شوې نه دي.
افغان سوداګر وايي، که دا لار ترانزيټ شي، د افغانستان د نورو سرحدي لارو پر تله به یې ګټه په دې وي، چې دغه لار تر نورو شاوخوا ٣٥٠ کيلومتره کراچۍ بندر ته لنډه ده.
دوى وايي، د دې لارې له ترانزیټ سره به نه يوازې د سوداګرو گڼې ستونزې اوارې شي، بلکې د وخت او توکو راوړلو په لګښتونو کې به هم کمښت راشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

