ads

د قلندرخیلو زلمیان کورونو کې ایسار دي

د خوست د قلندر او موسی خېلو ولسواليو لسګونه ځوانان، له دولتي چارواكو غواړي چې په خپلو ولسواليو كې د امنيت چارې ور وسپاري. د يادو ولسواليو ځوانان چې دوه اوونۍ مخکې، د خوست امنیه قومندانۍ ته د شكايت لپاره ورغلي وي، امنيه قومندان ته له دې كبله شكايت وكړ چې د نا د خوست […]

نویسنده: TKG
23 سلواغه 1391
د قلندرخیلو زلمیان کورونو کې ایسار دي

د خوست د قلندر او موسی خېلو ولسواليو لسګونه ځوانان، له دولتي چارواكو غواړي چې په خپلو ولسواليو كې د امنيت چارې ور وسپاري. د يادو ولسواليو ځوانان چې دوه اوونۍ مخکې، د خوست امنیه قومندانۍ ته د شكايت لپاره ورغلي وي، امنيه قومندان ته له دې كبله شكايت وكړ چې د نا

د خوست د قلندر او موسی خېلو ولسواليو لسګونه ځوانان، له دولتي چارواكو غواړي چې په خپلو ولسواليو كې د امنيت چارې ور وسپاري.

د يادو ولسواليو ځوانان چې دوه اوونۍ مخکې، د خوست امنیه قومندانۍ ته د شكايت لپاره ورغلي وي، امنيه قومندان ته له دې كبله شكايت وكړ چې د نا امنيو له كبله له خپلو كورونو نه شي وتلى.

د موسی خېلو ولسوالۍ یوه زلمي نیازمحمد کلید ته وویل: (( موږ د دې لپاره امنیه قومندانۍ ته ورغلي وو، څو امنيتي چارواكي زموږ په سیمه کې د ناامنیو مخه ونيسي، يا موږ ته امنيتي چارې راوسپاري.))

نوموړي زیاته کړه: (( زموږ په سیمه کې د ګاونډيو هېوادونو په لاسوهنه امنیت ورځ تربلې خرابيږي او  د سیمې ډیری ځوانان مو ووژل شول.))

د ده په وینا، دوی دې تیار دي چې د خپلې سیمې امنیت په خپله ټینګ کړي: (( كه دولت دا كار نه شي كولى، نو موږ دې ته اماده يو، خو د دولت همکاري ضروري ده.))

د قلندر ولسوالۍ اوسېدونکي احمدشاه ګل بیا د دې ترڅنګ چې د امنیت راوستو غوښتنه کوله، دا هم وویل چې تراوسه یې په سیمه کې د ناامنۍ له كبله هېڅ پروژه نه ده پلې شوې.

نوموړی له امنیتي مسوولینو غواړي چې  په امنیتي لیکو کې زمینه ورته برابره کړي.

د دې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکی نسیم خان د څرګندونو له مخې، د دوی په ولسوالۍ کې ښوونځي نشته او ځوانان له زده كړو پاتې دي: (( ناروغان مو په لاره کې مري کې، مخالفین مو هېڅ كار ته نه پريږدي.))

د خوست امنیه قومندان دا مني چې په دغو ولسواليو كې ستونزې شته، خو ژمنه کوي چې له دغو زلمیانو سره به همکاري کوي.

د خوست امنیه قومندان عبدالقیوم باقي زوی کلید ته وویل: (( دغه خلك په خپلو ولسواليو كې له اوسنۍ وضعې په تنګ شوي، نو ځکه یې موږ ته مراجعه وکړه.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA