ads

افغانستان او جاپان د ۱۳ اعشاريه ۳ مليونو ډالرو تړون لاسليك كړ

د افغانستان او جاپان هېوادونو تر منځ د ۱۳ اعشاریه ۳ ملیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د یو شمېر رغنیزو او پراختیایي پروژو تړون لاسلیک شو. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال نن د یاد تړون د لاسلیکېدو په ترڅ کې خبریالانو ته د جاپان له مرستو د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل، د […]

نویسنده: TKG
23 سلواغه 1391
افغانستان او جاپان د ۱۳ اعشاريه ۳ مليونو ډالرو تړون لاسليك كړ

د افغانستان او جاپان هېوادونو تر منځ د ۱۳ اعشاریه ۳ ملیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د یو شمېر رغنیزو او پراختیایي پروژو تړون لاسلیک شو. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال نن د یاد تړون د لاسلیکېدو په ترڅ کې خبریالانو ته د جاپان له مرستو د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل، د دې تړون پر

 

د افغانستان او جاپان هېوادونو تر منځ د ۱۳ اعشاریه ۳ ملیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د یو شمېر رغنیزو او پراختیایي پروژو تړون لاسلیک شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال نن د یاد تړون د لاسلیکېدو په ترڅ کې خبریالانو ته د جاپان له مرستو د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل، د دې تړون پر بنسټ به د ننګرهار ولایت د سره رود او بهسودو ولسوالیو کې د بیا رغونې په یو شمېر پروژو کې کار واخیستل شي.

لودین زیاته کړه، د دې تړون پر اساس به د ننګرهار ولایت په بهسود او سره رود ولسوالیو کې د ښوونځیو، پلونو، کلینیکونو، سړکونو او سیمه يیزو بنسټیزو ودانیو د ودانولو په خاطر کار واخیستل شي او دغه راز به د دې سیمو د اوسېدونکو د اقتصادي ودې او کاري زمینو په برابرولو کې ډېره ګټه ولري.

همداراز په کابل کې د جاپان سفیر ایروشی تکه هاشی هم د یاد تړون د لاسلیکېدو پرمهال وویل، دا چې په دې سېمو کې بې ځایه شوي او مهاجرین بېرته راستانه شوي، نو ضروری ده چې ورته د اوسېدو لازمې آسانتیاوې برابرې شي.

ده زياته كړه، دوى لپاره د افغانستان هوساینه ډېر ارزښت لري، ځکه که افغانستان آباد شي او د خلکو ستونزې یې حل شي، نو دوى لپاره هم ډېره ښه ده او تمه لري، چې دا پروژه به واقعا د دې سيمې اوسېدونكو لپاره ګټوره تمامه شي.

د یادونې وړ ده، چې جاپان په تېره يوه لسيمه كې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې ملياردونه مرسته کړې ده او د افغانستان دويم مرستندويه هېواد بلل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA