په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې ۹۰ زره افغان کډوالو په غير قانوني توګه پاکستانۍ تذکرې او پاسپورټونه ترلاسه کړي دي. دغه څرګندونې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک تېره ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې او زياته يې کړه، چې په دې کار کې
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې ۹۰ زره افغان کډوالو په غير قانوني توګه پاکستانۍ تذکرې او پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.
دغه څرګندونې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک تېره ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې او زياته يې کړه، چې په دې کار کې د احصايې مرکزي ادارې ( نادرا) يو شمېر کارکوونکي هم ککړ دي، چې پر ضد يې اقدامات پيل شوي دي.
د رپوټونو له مخې، افغان کډوالو ته د پاکستاني تذکرو جوړولو انکشاف هغه مهال وشو، کله چې د نادرا ادارې دوه کارکوونکي په دې تور ونيول شو.
رپوټونه وايي، دغو دولتي مامورينو د پلټنو پر مهال اعتراف کړى، چې زرګونو افغانانو ته يې د تابعيت کارتونه جوړ کړي دي او په وينا يې، له افغانانو څخه يې د دې کار لپاره له ۲۵ څخه تر ۳۰ زره کلدارو پورې پيسې اخيستې دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، په دې اړه يې كار پيل كړى، چې څه ډول دغه تذکرې او پاسپورټونه لغوه اعلان کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

