ads

ښځې د ناموس په دار څړول کېږي

د بشري حقونو خپلواک کمسیون په ختیځ کې د ناموسي وژنو پر ډېروالي اندېښنه ښيي. د دغه کمسیون غړي وايي چې په دې وروستيو كې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې څو ښځې او نجونې د غيرت په نوم وژل شوې دي.   د بشري حقونو خپلواک کمسیون په ختیځ کې د ناموسي وژنو پر […]

نویسنده: TKG
22 سلواغه 1391
ښځې د ناموس په دار څړول کېږي

د بشري حقونو خپلواک کمسیون په ختیځ کې د ناموسي وژنو پر ډېروالي اندېښنه ښيي. د دغه کمسیون غړي وايي چې په دې وروستيو كې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې څو ښځې او نجونې د غيرت په نوم وژل شوې دي.

 

د بشري حقونو خپلواک کمسیون په ختیځ کې د ناموسي وژنو پر ډېروالي اندېښنه ښيي.

د دغه کمسیون غړي وايي چې په دې وروستيو كې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې څو ښځې او نجونې د غيرت په نوم وژل شوې دي.

دوی وايي، ځينې داسې جسدونه یې موندلي چې تراوسه يې هويت نه دی څرګند شوی. په تېر ټولو تازه پېښه کې دوه اوونۍ وړاندې د جلال اباد ښار په مجبور اباد کې د یوې پيغلې نجلۍ زندۍ شوی جسد وموندل شو.

په ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د سیمه ییز دفترغړې صبرینا حمیدي وايي چې په ختیځ کې ناموسي وژنې ډېرې شوې دي.

صبرینا حمیدي که څه هم مشخص ارقام نه وړاندې کوي، خو وايي چې د اکثرو قتلونه انګیزه ناموسي اړخ لري، هغه وايي:(( په لغمان کې واده ته په زور د یوې کورنۍ تر مجبورولو وروسته د یوې نجلۍ د نه ورکولو په صورت کې په مسلحانه توګه د نوموړې وژل، په خوګیاڼو او سرخرود ولسوالیو کې د مجهول الهویه اجسادو پيدا کېدل، په بهسودو کې د دوو مېرمنو په مرموز شکل وژل کېدل، هغه پيښې دي چې موږ ته يې جدي اندېښنې را پيدا كړې دي.))

په ورته وخت کې د ننګرهار د ښځو چارو ریاست هم پر دغو پېښو اندېښنه ښيي، په دغه ولایت کې د ښځو چارو رئیسه انیسه عمراني وايي: (( د ښیوې ولسوالۍ پر لاره د اریانا انستیتیوت د یوې مامورې وژل کېدل او په مجبور اباد کې د زندۍ شوې نجلۍ جسد، تازه پېښې دي.))

په ختیځ زون کې د بشري حقونو فعالان  د دا ډول وژنو علت، کلتوري مسایل او د امنیت نشت په ګوته کوي او وايي که چېرې عامه پوهاوی رامنځته شي، د دغسې پېښو مخنیوی شونی دی.

په ننګرهار کې د مدني ټولنو د یووالي شورا منشي بادام ظریفي همدا خبره کوي، نوموړی وايي:(( دا وخت فزیکي امنیت، اقتصادي امنیت، سیاسي امنیت یعنې د امنیت نشت دلته ناموسي قتلونه ډېر کړي دي.))

په ختیځ کې د ناموسي وژنو د زیاتوالي راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په تېر میلادي کال کې د ټول افغانستان په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۵۰۰ قضیه ثبت شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA