ads

مولانا فضل الرحمن د افغانستان د سولې د خبرو لپاره قطر ته رسېدلى

د پاکستان د يوې مذهبي ډلې جمعيت علماى اسلام مشر  مولانا فضل الرحمن په ولسي جرګه کې د قبايلي سيمو د يو شمېر وکيلانو په ملتيا، د افغانستان د سولې د خبرو اترو لپاره په يو درې ورځني سفر د قطر پايتخت دوحې ته رسېدلى دى. د پاکستان د يوې مذهبي ډلې جمعيت علماى اسلام […]

نویسنده: TKG
22 سلواغه 1391
مولانا فضل الرحمن د افغانستان د سولې د خبرو لپاره قطر ته رسېدلى

د پاکستان د يوې مذهبي ډلې جمعيت علماى اسلام مشر  مولانا فضل الرحمن په ولسي جرګه کې د قبايلي سيمو د يو شمېر وکيلانو په ملتيا، د افغانستان د سولې د خبرو اترو لپاره په يو درې ورځني سفر د قطر پايتخت دوحې ته رسېدلى دى.

د دغه مذهبي ګوند يوه غړي حافظ حسين احمد پرون د خيبر پښتونخوا ايالت په نوښار سيمه کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې مولانا فضل الرحمن به په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو د پرمختګ لپاره منځګړيتوب کوي.

د هغه په وينا، په قطر کې لا دمخه د دخيلو ډلو ترمنځ خبرې اترې پيل شوې دي او مولانا فضل الرحمن به ددې خبرو اترو د برياليتوب لپاره خپل رول ادا کړي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تراوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې چې ټاکل شوې، نن د افغانستان د علماوو يو پلاوى پاکستاني علماوو سره په کابل کې د علماوو د ګډ کنفرانس جوړولو لپاره د خبرو اترو په هدف اسلام اباد ته ولاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA