راپورونه وايي، تېره ورځ په عراق كې له بغداد څخه بهر د يوې جلا وطنې ايرانۍ ډلې پر كمپ توغندويي بريد شوى، چې له كبله شپږ ته وژل شوي او له څلوېښتو زيات ټپيان دي.
راپورونه وايي، تېره ورځ په عراق كې له بغداد څخه بهر د يوې جلا وطنې ايرانۍ ډلې پر كمپ توغندويي بريد شوى، چې له كبله شپږ ته وژل شوي او له څلوېښتو زيات ټپيان دي.
د بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
دا ځاى پخوا کې د امريکا د پوځ د “ليبرټي کمپ” په نوم يادېده.
په دې کمپ کې د ايران د مقاومت د ملي شورا د پوځي څانګې، مجاهدين خلق شاوخوا درې زره کسان ژوند کوي.
په عراق کې د ملګرو ملتونو خاص استازي مارټين کوبلر د پېښې په اړه د سمدستي تحقيقاتو غوښتنه کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


