ads

د بشري حقونو ناوړه وضعیت

د بشري حقونو د څار سازمان چې مركز يې په نيويارك كې دى، د افغانستان په ځينو برخو کې د بشري حقونو حالت مخ په خرابېدو بللى او د راتلونکي په اړه يې هم اندېښنه ښودلې ده. د بشري حقونو د څار سازمان چې مركز يې په نيويارك كې دى، د افغانستان په ځينو برخو […]

نویسنده: TKG
22 سلواغه 1391
د بشري حقونو ناوړه وضعیت

د بشري حقونو د څار سازمان چې مركز يې په نيويارك كې دى، د افغانستان په ځينو برخو کې د بشري حقونو حالت مخ په خرابېدو بللى او د راتلونکي په اړه يې هم اندېښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان چې مركز يې په نيويارك كې دى، د افغانستان په ځينو برخو کې د بشري حقونو حالت مخ په خرابېدو بللى او د راتلونکي په اړه يې هم اندېښنه ښودلې ده.

د ٢٠١٣ کال لپاره په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت د ارزونې په اړه  دغه سازمان په خپل رپوټ کې وايي، افغان حکومت د بشري حقونو سرغړوونکو جنګسالارانو او فساد کې ښکېلو چارواکو ته اجازه ورکړې چې له سزا نه په معافيت سره د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.

سازمان همدارنګه له ٢٠١٤ کال وروسته چې امريکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي، په دې هېواد کې د بشري حقونو د لا خرابېدو اټکل هم کړى دی.

په ټولییز ډول ویلی شو، له بشري حقونو څخه د سرغړاوي ستونزه هغه څه دي چې له کلونو راپدېخوا يې د افغانانو او نړیوالې ټولنې ذهن بوخت ساتلی او څو، څو ځلې د بېلابېلو پیښو په غبرګون کې له بشري حقونو څخه د ملاتړ بنسټونو خپل غږ پورته کړی او د جګړې دواړه لوري یې د دغو حقونو خوندي ساتلو ته رابللي دي، خو له بده مرغه هغه د چا خبره چې په چا یې اورې.

په هېواد کې د بشري حقونو د نقض له سلګونو پېښو څخه یوه هم تېره اوونۍ په هرات کې د المونيم نوروزي شرکت د مالک یا څښتن د نهه کلن ماشوم زوی تښتول او بې رحمانه وژل وو، چې د هرات ولایت د خلکو د پراخه لاریون سبب شو. همدارنګه له تېرو څه باندې دېرشو کلونو راپدېخوا دې ته ورته نورې داسې پېښې رامنځته شوې چې د بشري حقونو د نقض څرګندې بېلګې دي.

سربېره پر دې چې د جګړې د دواړو غاړو له خوا بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او بې ځایه دودونو له کبله هم بشري حقونه په تېره بیا د ښځو او ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کېږي او ورته پاملرنه او درناوى نه کیږي.

د یوه بل راپور له مخې چې څه وخت مخکې خپور شو، د بشري حقونو د څار ډلې د افغان مېرمنو وضعيت په ټوله نړۍ کې تر ټولو ناوړه بللی او ویلي يې وو چې په دې هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی عام دی او افغان حکومت په دې کې پاتې راغلی چې ښځې لکه د جنسي تېريو او وژنو په ګډون له بېلابېلو جنايتونو څخه خوندي کړي.

ناوړه دودونه، د ماشومانو ودول، په شخړو کې د نجونو ورکول، په کور کې په اجباري توګه ايسارول، بدل او د ناموس په نوم وژنې، د دې سبب ګرځي چې په ميليونونو افغانې ښځې او نجونې له کړاو، شرم او ستونزو سره مخ شي. د داسې دودونو بنسټ په افغاني ټولنه کې د ښځو د موقف او رول په اړه تبعيض اميزه نظريې او عقايد دي. ناوړه دودونه له اسلامي لارښوونو سره هېڅ مطابقت نه لري.

د يوناما د بشري حقونو د څانګې د راپور پر بنسټ، د ښځو پر ضد د تاوتريخوالي د منع قانون د مناسب تطبيق لپاره بايد د قانون پلي کوونکو ادارو د پرسونل ظرفيت لوړولو او زيانمنو شوو وګړو ته د خدماتو رسولو په برخه کې زياته پانګونه وشي. د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د قانون پر اساس د عاملينو تورنول او سزا ورکول ښايي له داسې اعمالو څخه د دوی د منع کولو سبب شي.

حکومت بايد د افغانستان د ښځو لپاره د ملي کاري پلان(نپوا) تطبيق چټک کړي، په ځانګړې توګه دې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو قانون ته عملي بڼه  ورکړي.

له بلې خوا له ماشومانو ناوړه ګټه اخيستنه، په ماشومانو جنسي تېري، په ماشومانو د درنو کارونو کول او د ماشومانو قاچاق په هېواد کې د بشري حقونو د ټولنو لپاره د اندېښنې وړ موضوعاتو څخه شمېرل کېږي. د سوالګرۍ لپاره د یوې وسیلې په توګه له ماشومانو څخه ګټه اخيستل هم له دغو ستونزو څخه یوه ده چې اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

د ټولنیزو چارو د کار پوهانو په اند، د ماشومانو د دغه ډول حالت لوی علتونه، فقر، بېسوادي او د ښځو او نارینه وو لپاره د مناسب روزګار نشتوالی دی.

د هېواد د بشري حقونو وضعیت د تېر په څېر د اندېښنې وړ دی. د بشري حقونو د ستونزو په ډله کې له عدالت نه پرته وژنې، شکنجه، د زندانونو خراب وضعیت، له سزا نه د چارواکو معافیت، له محاکمې نه مخکې د اوږدې مودې لپاره په بند کې ساتل، د مطبوعاتو پر آزادۍ محدودیت لګول، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او ټولنیز تبعیض، له ماشومانو سره ناوړه چلند، د انسانانو قاچاق، د کارګرانو د حقونو تر پښو لاندې کول، په وسله والو شخړو کې د کم عمره سرتېرو کارول او د کم عمره ماشومانو په کار ګمارل او داسې نورو ته ګوته نیولای شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA