ads

امريكا په افغانستان کې په کافي اندازه سرتېري پرېږدي

امريكا  له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې په کافي اندازه سرتېري پرېږدي. دغه څرګندونې د امريکا لوى درستيز جنرال مارټين ډيمپسي تېره ورځ په جرمني کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي. امريكا  له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې په کافي اندازه سرتېري پرېږدي. دغه څرګندونې د امريکا لوى درستيز جنرال […]

نویسنده: TKG
22 سلواغه 1391
امريكا په افغانستان کې په کافي اندازه سرتېري پرېږدي

امريكا  له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې په کافي اندازه سرتېري پرېږدي. دغه څرګندونې د امريکا لوى درستيز جنرال مارټين ډيمپسي تېره ورځ په جرمني کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

امريكا  له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې په کافي اندازه سرتېري پرېږدي.

دغه څرګندونې د امريکا لوى درستيز جنرال مارټين ډيمپسي تېره ورځ په جرمني کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

د رويټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، جنرال ډيمپسي ويلي، باوري دى، چې جمهوررئيس بارک اوباما به په افغانستان کې په کافي اندازه د سرتېرو د پاتې کېدو اعلان وکړي.

خو د نوموړي په وينا، دا لا نده معلومه، چې جمهوررئيس اوباما به دغه اعلان په راتلونکو څو ورځو کې ولس ته د وينا پر مهال وكړي او که تر هغې وروسته؟

ټاکل شوې ده، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته ټول جګړه ييز امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خو امريکا وايي، چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او افغان ملي ځواکونو د روزنې لپاره به يو شمېر سرتېري پرېږدي، خو د شمېرې په اړه يې تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA