ads

په کراچۍ کې تجارتي پاټکونه لرې شول!

له هغه وروسته چې افغان سوداګرو خبردارى وركړ، كه يې ژر تر ژره په كراچۍ بندر كې درول شویو كانټينرونو ته د لېږد اجازه ورنه كړل شي، په دې اړه به ملګرو ملتونو ته شكايت ليك واستوي، د سلواغې په ۱۵ مه پاكستاني لوري په کراچۍ بندر کې درول شوي كانتينرونو ته د راتګ اجازه […]

نویسنده: TKG
21 سلواغه 1391
په کراچۍ کې تجارتي پاټکونه لرې شول!

له هغه وروسته چې افغان سوداګرو خبردارى وركړ، كه يې ژر تر ژره په كراچۍ بندر كې درول شویو كانټينرونو ته د لېږد اجازه ورنه كړل شي، په دې اړه به ملګرو ملتونو ته شكايت ليك واستوي، د سلواغې په ۱۵ مه پاكستاني لوري په کراچۍ بندر کې درول شوي كانتينرونو ته د راتګ اجازه ورکړه.

له هغه وروسته چې افغان سوداګرو خبردارى وركړ، كه يې ژر تر ژره په كراچۍ بندر كې درول شویو كانټينرونو ته د لېږد اجازه ورنه كړل شي، په دې اړه به ملګرو ملتونو ته شكايت ليك واستوي، د سلواغې په ۱۵ مه پاكستاني لوري په کراچۍ بندر کې درول شوي كانتينرونو ته د راتګ اجازه ورکړه.

که څه هم دا اقدام ستایل کېږي، خو منتقدین وايي چې د پاکستان دا غبرګون لنډ مهاله دی، نه د ستونزې دایمي حل، نو افغان لوري( سوداګرو) ته په کار ده چې ونه غولېږي او په هوښیارۍ سره عمل وکړي او پر حکومت فشار راوړي چې د اپټا تړون عملي کاندي، دوی ملګرو ملتونو ته شکایت کول هم یو بې ځایه او بې اغېزې اقدام بولي.

د کلید خبریال عصمت مایار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي سوداګریز کړکیچ په ارتباط لیکي:

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ۲۰۱۱ میلادي کال د سوداګرۍ ستونزو د حل په مقصد د ((اپټا)) په نوم یو تړون امضا شو. که څه هم د دغه تړون د امضا پرمهال افغان سوداګرو ګیله کوله چې د دغه تړون ۶۰ په سلو کې مواد د پاکستان په ګټه دي، خو بیا هم دغه هېواد پر دغه تړون عمل ونه کړ او افغان سوداګرو ته یې په ځلونو ځلونو ستونزه جوړې او له کراچۍ بندر څخه یې د یوه تجارتي پاټک او ګټې وټې د مرکز په توګه کار واخست. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سوداګریزې لارۍ هم افغانستان او د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته تګ راتګ کوي، خو افغان لوري هېڅکله دوی نه دي ځنډولي.

تېره اوونۍ افغان سوداګر او د سوداګرۍ خونې چارواکي نور پوزې ته راغلل او اعلان یې وکړ، که پاکستان د افغان سوداګرو مالونو ته د لېږد اجازه ورنه کړي، نو نه یوازې به له دغه هېواد سره سوداګریزې اړیکې وشلوي، بلکې ملګرو ملتونو ته به هم شکایت وکړي او افغان دولت هم وویل چې دوی هم د اپټا تړون پلي کېدل پیل کړې دي. د دغه تړون له مخې پاکستانۍ لارۍ اړ دي چې بانکي تضمین ولري او په افغانستان کې د یوه شرکت له لوري بیمه شوي هم وي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې پاکستان له مخکې د اپټا یا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز او ټرانزیټي تړون پراساس پر افغان سوداګرو دا شرط حتمي کړی و او افغانستان هم په ورته توګه دا حق لري.

له کومو منتقدینو او کارپوهانو سره چې موږ مرکې کړې، اکثریت په دې باور دي چې ملګرو ملتونو ته شکایت کول نتیجه نه لري، افغان لوری او حکومت باید د پاکستان پر وړاندې عمل ولري، ځکه یوازې ورته اقدام دی چې دغه هېواد ترهولی او اړ کولی شي.

ښايي له همدې کبله به وي چې پاکستان د سلواغې په ۱۵مه په کراچۍ کې د افغان سوداګرو په شاوخوا ۳۵۰۰ کانتینرونو بندیز لرې او افغانستان ته یې د راتګ اجازه ورکړه. دا کانتینرونه څه کم درې میاشتې په کراچۍ کې پارک وو او پاکستان پرې ښې پیسې جیب ته کړې.

د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزى کانتینرونو ته د اجازې ورکولو د خبر پخلی کوي او وايي،  پاکستاني چارواکو د ګمرکونو مسوولينو ته امر کړى چې د افغان سوداګرو کانتينرونه پرېږدي چې د افغانستان په لور وخوځېږي. خو ورسره ورسره اندېښنې ښيي چې ښايي د پاکستان دا پرېکړه موقتي وي، ځکه په خبره یې تراوسه پورې ((مسئله)) په دايمي ډول نه ده حل شوې.

تر دې دوه ورځې وړاندې د سوداګرۍ خونو خبردارى وركړی و چې ملګرو ملتونو ته به ليک استوي او د پاکستان د دغه چلند په تړاو به شکايت کوي. خو سوداګرۍ خونه د سلواغې په ۱۴مه هغه وخت له دې اقدامه واوښته چې د سوداګرۍ وزارت له لوري ورسره د ستونزې د حل ژمنه وشوه.

خان جان الكوزى وايي: (( موږ تر دې مهاله ليك نه دى لېږلى، ځكه په يوه غونډه كې د سوداګرۍ وزير راسره ژمنه وكړه چې دغه ستونزه حلوي، كه دغه ستونزه حل نه شي موږ اړ يو چې په دې اړه ملګرو ملتونو ته شكايت پاڼه واستوو.))

دمګړۍ په ظاهره دا ستونزه حل شوې، خو د الکوزي له اندېښنو داسې ښکاري چې راتلونکې به بیا هم د پاکستان نیت بدل او ستونزې به جوړې کړې. موږ په دې اړوند په کابل کې د ملګرو ملتونو( یوناما) ویاند نظیف الله سالازری وپوښت چې ملګرو ملتونو ته به د ستونزې د دوام په صورت کې عکس العمل څه وي؟ هغه داسې یو څه د خپل کار له داېرې دباندې وبلل.

خو ډېری منتقدین او اقتصادي ماهرین وايي، ملګرو ملتونو ته د ليک استول به هېڅ اغېز ونه ښندي، ځکه د دوی په حضور او شتون کې چې پاکستان نه شرمېږي، نو د لیک په استولو به څه وشي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود وايي، ډېر كله دا ډول فشارونه تر داسې يوې غونډې او ناستې وروسته واردېږي چې افغانستان او پاكستان دواړه په كې ګډون ولري. ښايي د استاد مسعود اشاره په لندن کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو غونډې ته وي.

د استاد مسعود بل استدلال دا هم دی چې په حاضر حال کې افغانستان له ۴۵ تر ۵۵ فيصده د پاكستان له لارې پر وارداتو ولاړ دى، نو ځکه به فشارونه ډېر ګټور نه وي، مګر هغه وخت چې بدیل وموندل شي.

استاد مسعود زیاتوي، بريتانيا او امريكا چې د امنيت شورا دايمي غړيتوب لري، په افغانستان كې پياوړى حضور هم لري، دا هرڅه په خپلو سترګو ویني، خو بیا هم پاکستان ته تر افغانستان ډېر نږدې دى: (( چين هم د امنيت شورا غړيتوب لري  او د پاكستان تر ټولو نږدې دوست هېواد دى.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA