په پاكستان كې يو بمي چاودنې لس تنه وژلي او تر شلو زيات يې ټپيان كړي دي. چارواکي وايي، دغه چاودنه پرون د اورکزو اېجنسۍ په کلايه ښارګوټي کې شوې ده.
په پاكستان كې يو بمي چاودنې لس تنه وژلي او تر شلو زيات يې ټپيان كړي دي.
چارواکي وايي، دغه چاودنه پرون د اورکزو اېجنسۍ په کلايه ښارګوټي کې شوې ده.
د چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
ياده اېجنسي يوه له اوو قبايلي اېجنسيو څخه ده، چې د طالبانو او القاعده وسله والو مهم مرکزونه بلل کېږي.
بلخوا په شمالي وزيرستان كې د وسله والو پر يوه مرکز د امريكايي بې پيلوټه الوتكو په بريد كې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
دولتي چارواكي وايي، په نښه شوي ټول پاکستاني طالبان دي، خو ځينې سرچينې بيا ادعا کوي، چې ډېری يې عرب او د منځنۍ آسيا اوسېدونکي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

