د خيبر پښتونخوا ايالت د سوات زده کوونکې ملاله يوسفزۍ په بريتانيا کې تر عملياتو وروسته له روغتونه کور ته ستنه شوې ده. په برمېنګهم کې د روغتون چارواکو وويل، چې دوى تر عملياتو وروسته د ملالې له بيا په پښو درېدا خورا خوښ دي.
د خيبر پښتونخوا ايالت د سوات زده کوونکې ملاله يوسفزۍ په بريتانيا کې تر عملياتو وروسته له روغتونه کور ته ستنه شوې ده.
په برمېنګهم کې د روغتون چارواکو وويل، چې دوى تر عملياتو وروسته د ملالې له بيا په پښو درېدا خورا خوښ دي.
د ملالې دوه عملياته وشول، چې تر پنځو ساعتونو يې ډېر وخت ونيو.
د روغتون چارواکي وايي، ملاله به د لا نورې درملنې لپاره اوس په برمېنګهم کې په خپل موقتي کور کې دېره وي، خو روغتون ته به څو ځله ورځي، چې ډاکټران يې وګوري او و يې څاري.
ملاله يوسفزۍ د ٢٠١٢ کال د اکتوبر په نهمه نېټه د پاكستاني وسله والو طالبانو له خوا پر سر وويشتل شوه او په تېرو څو مياشتو کې يې د بريتانيا په برمېنګهم ښار کې درملنه کېده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


