د سوريې حکومت له خپلو مخالفينو سره له شرطه پرته خبرو ته چمتووالى ښودلى. د سوريې د اطلاعاتو وزير “عُمران الزعبي” پرون ناوخته د سوريې ملي تلويزيون ته وويل؛ سوريه غواړي د دې خبرو له لارې له دوه ويشت مياشتو راهيسې پيل
د سوريې حکومت له خپلو مخالفينو سره له شرطه پرته خبرو ته چمتووالى ښودلى.
د سوريې د اطلاعاتو وزير “عُمران الزعبي” پرون ناوخته د سوريې ملي تلويزيون ته وويل؛ سوريه غواړي د دې خبرو له لارې له دوه ويشت مياشتو راهيسې پيل شوې شخړې پاى ته ورسېږي.
د سوريې د اپوزيسيون د ملي ايتلاف مشر د جنورۍ په دېرشمه د سوريې له حکومت سره د سولې د خبرو لپاره شرطونه ايښي وو، چې پكې د ۱۶۰ زره زندانيانو د خوشې کېدو غوښتنه شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


