د امريكا متحدو ايالتونو ايران ته خبردارى ورکړ، چې د خپل اټومي پروګرام په اړه له نړيوالو قدرتونو سره په جدي ډول خبرو ته حاضر شي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري پرون وويل، ايران چې څه ته اړتيا لري، د خپل اټومي پروګرام سوله ييز ثابتول دي.
د امريكا متحدو ايالتونو ايران ته خبردارى ورکړ، چې د خپل اټومي پروګرام په اړه له نړيوالو قدرتونو سره په جدي ډول خبرو ته حاضر شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري پرون وويل، ايران چې څه ته اړتيا لري، د خپل اټومي پروګرام سوله ييز ثابتول دي.
د نوموړي په وينا، که چېرې ايران دا کار وکړي، نړيواله ټولنه تياره ده، مثبت ځواب ورکړي، كنه د كېري په خبره، ايران به له زياتېدونکې نړيوالې انزوا سره مخامخ شي.
هغه وويل، چې اوس انتخاب د ايران په لاس کې دى.
نوموړي دغه څرګندونې په واشنګټن کې د ايران او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو او جرمني د لوړ رتبه چارواکو ترمنځ د خبرو، چې ټاكل شوې د فبرورۍ په ۲۶مه په قزاقستان ترسره شي، په درشل کې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


