ads

د متون غونډۍ تفريحي پارك درې پروژې بشپړې شوې

د خوست په متون غونډۍ كې د تفریحي پارک اړوند درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د خوست په متون غونډۍ باندې د جوړېدونکي پارک اړوند د درېیو پروژو، سړک، د پارک لپاره د موټرو تم ځای او احاطوي دېوال کارونه بشپړ او تېره ورځ ګټې اخیستنې ته   د خوست په متون غونډۍ كې […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1391
د متون غونډۍ تفريحي پارك درې پروژې بشپړې شوې

د خوست په متون غونډۍ كې د تفریحي پارک اړوند درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د خوست په متون غونډۍ باندې د جوړېدونکي پارک اړوند د درېیو پروژو، سړک، د پارک لپاره د موټرو تم ځای او احاطوي دېوال کارونه بشپړ او تېره ورځ ګټې اخیستنې ته

 

د خوست په متون غونډۍ كې د تفریحي پارک اړوند درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د خوست په متون غونډۍ باندې د جوړېدونکي پارک اړوند د درېیو پروژو، سړک، د پارک لپاره د موټرو تم ځای او احاطوي دېوال کارونه بشپړ او تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وړاندې شول.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې دغه تفریحي پارک د متون غونډۍ پر دوه سوه جریبه ځمکه جوړېږي، چې ترېنه ۲۸۰۰ متره دېوال چاپېر شو.

د نعیمي په وینا، دغه پارک یې د خوست د ښکلا په موخه پر یاده غونډۍ جوړ کړی، چې په کې به مېوه لرونکې او د ښکلا نور بوټي او ونې کېنول شي.

ده زیاته کړه، بشپړې شوې پروژې، یاد تفریحي پارک ته له حلقوي سړک څخه غځېدلی دوه طرفه اته سوه متره سړک دی، چې ۱۴ متره سور لري او ترڅنګ یې پر یاده غونډۍ د موټرو لپاره یو تم ځای هم جوړ شو، چې په یوه وخت په کې دوه سوه موټر ځایېږي.

د والي په خبره، پر یادو درېیو پروژو باندې څه باندې څلوېښت ملیونه افغانۍ لګښت شوی، چې د خوست ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه ورکړل شوى دى.

د یادونې وړ ده، چې ډېرکله په خوست کې د تفریحي ځایونو له کموالي او شته تفریحي ځایونو ته له نه پاملرنې څخه شکایت کیږي.

د خوست ځايي چارواکي وايي، د دې پارک په جوړېدو سره به د ځوانانو د میله ځایونو په برخه کې شته ستونزه تر یوه بریده راکمه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA