د هند د دفاع وزير پرون وويل، هېواد يې له افغانستانه راتلونکى کال د امريکايي پوځيانو د وتلو له کبله له عواقبو سره د مقابلې لپاره اقدامات کوي. د ټايمز اف انډيا ورځپاڼې د راپور له مخې، دفاع وزير اې کې انتوني په بنګلور کې خبريالانو ته وويل، دوى له هر راز عواقبو څخه، چې ممکن له افغانستانه د
د هند د دفاع وزير پرون وويل، هېواد يې له افغانستانه راتلونکى کال د امريکايي پوځيانو د وتلو له کبله له عواقبو سره د مقابلې لپاره اقدامات کوي.
د ټايمز اف انډيا ورځپاڼې د راپور له مخې، دفاع وزير اې کې انتوني په بنګلور کې خبريالانو ته وويل، دوى له هر راز عواقبو څخه، چې ممکن له افغانستانه د امريکا د محاربو پوځيانو له وتلو وروسته سر راپورته کړي، د خپل هېواد د ساتنې لپاره اقدامات کوي.
د نوموړي په وينا، له افغانستانه د امريکايي پوځيانو بشپړه وتنه به د هند لپاره د اندېښنې وړ وي، ځکه چې په دې صورت کې ممکن دښمن قوتونه له بهره هند ته ګواښ پېښ کړي.
نوموړي د پاکستان له لوري چين ته د ګوادر بندر سپارل هم د هند لپاره د اندېښنې وړ وبلل او ويې ويل که څه هم دا بندر د پاکستان په غوښتنه چينايان جوړوي، خو په ګوادر کې د چينايانو حضور د امنيتي ګټو له نظره څېړل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

