ads

هلمند كې دوه زره زده كوونكو لپاره د ليليې ودانۍ جوړې شوې

د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې د ډنمارك هېواد په مالي لګښت دوه زره زده كوونكو لپاره د ليليې ودانۍ جوړې شوې. د پوهني وزير ډاكتر محمد فاروق وردګ نن په لښكرګاه كې د دغو ودانيو د پرانيستې پرمهال وويل، چې دغه شپږ بلاكه ليليې يې د ناامنو سيمو زده كوونكو لپاره جوړې كړې،   […]

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1391

د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې د ډنمارك هېواد په مالي لګښت دوه زره زده كوونكو لپاره د ليليې ودانۍ جوړې شوې. د پوهني وزير ډاكتر محمد فاروق وردګ نن په لښكرګاه كې د دغو ودانيو د پرانيستې پرمهال وويل، چې دغه شپږ بلاكه ليليې يې د ناامنو سيمو زده كوونكو لپاره جوړې كړې،

 

د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې د ډنمارك هېواد په مالي لګښت دوه زره زده كوونكو لپاره د ليليې ودانۍ جوړې شوې.

د پوهني وزير ډاكتر محمد فاروق وردګ نن په لښكرګاه كې د دغو ودانيو د پرانيستې پرمهال وويل، چې دغه شپږ بلاكه ليليې يې د ناامنو سيمو زده كوونكو لپاره جوړې كړې، خو پلان لري، چې دوى ته په خپلو سيمو كې د زده كړې زمينه برابره كړي.

وردګ زياته كړه، دغه ودانۍ د ډنمارك هېواد په مالي مرسته د ۱۵۰  ميليونه افغانيو په  ارزښت په عصري ډول جوړې شوي، چې د جوړېدو چارې يې په درېيو كالو كې بشپړې شوې.

د نوموړي په وينا، يادو زده كوونكو ته د ليليو د بلاكونو تر څنګ په څلورو بلاكونو كې پر خوړنځاى سربېره نور هغه امكانات هم په پام كې نيول شوي، چې دوى ورته اړتيا لري.

په ورته وخت كې د هلمند د پوهنې رئيس محمد نسيم ساپى وايي، دغه ليليې د دوه زره زده كوونكو لپاره جوړې شوي، چې نيمايي برخه يې د ښـځينه وو لپاره ځانګړې شوې او د امنيت په څه ناڅه سمېدو سره اوس مهال يواځې ٧ سوه زده کوونکو ته د ليليې امکانات په واک کې ورکړل شوي دي.

ده زياته كړه، د ليليې لپاره هر بلاك ۴۵ خونې لري اوپه درېيو پوړونو كې له ټولو امكاناتو سره جوړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA