ads

په بلوچستان کې د ناقانونه افغان كډوالو د نيولو امر وشو

د پاکستان د بلوچستان ايالت حكومت په دې ايالت كې د ټولو ناراجستر شويو افغان کډوالو د نيولو امر وکړ. د بلوچستان ايالت حکومت دا پرېکړه د دې ايالت د کورنيو چارو د وزير اکبر حسين دراني په مشرۍ په يوه غونډه کې وکړه، چې په كې د افغان كډوالو کمېشنر او نور اړوند چارواکي […]

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1391
په بلوچستان کې د ناقانونه افغان كډوالو د نيولو امر وشو

د پاکستان د بلوچستان ايالت حكومت په دې ايالت كې د ټولو ناراجستر شويو افغان کډوالو د نيولو امر وکړ.

د بلوچستان ايالت حکومت دا پرېکړه د دې ايالت د کورنيو چارو د وزير اکبر حسين دراني په مشرۍ په يوه غونډه کې وکړه، چې په كې د افغان كډوالو کمېشنر او نور اړوند چارواکي هم حاضر وو.

د کورنيو چارو وزير اړوندو ادارو ته امر وکړ، چې ټول ناراجستر شوي او په بلوچستان کې په ناقانونه ډول استوګن افغانان ونيسي او افغانستان يې ولېږي.

پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو ته ويل شوي، چې د افغانانو د كډوالۍ کارتونه وګوري او که چا نه درلود بايد ونيول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA