ads

د افغانستان او ناروې ترمنځ ستراتېژيک تړون لاسليک شو

  جمهوررئيس حامد کرزي ناروې ته د سفر پر مهال له دغه هېواد سره اوږد مهاله ستراتېژيک تړون لاسليک کړ. د جمهوري رياست دفتر وايي، دغه تړون د جمهوررئيس حامد کرزي او د ناروې د لومړي وزير وينسي استالتنبرګ ترمنځ لاسليک شو. جمهوررئيس حامد کرزي ناروې ته د سفر پر مهال له دغه هېواد سره […]

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1391
د افغانستان او ناروې ترمنځ ستراتېژيک تړون لاسليک شو

جمهوررئيس حامد کرزي ناروې ته د سفر پر مهال له دغه هېواد سره اوږد مهاله ستراتېژيک تړون لاسليک کړ.

د جمهوري رياست دفتر وايي، دغه تړون د جمهوررئيس حامد کرزي او د ناروې د لومړي وزير وينسي استالتنبرګ ترمنځ لاسليک شو.

همدارنګه ناروې له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاريو په تړون كې  له افغانستان سره د اوږدې مودې لپاره د سلګونو ميليونو ډالرو مرستې ژمنه كړې.

ناروې به تر۲۰۱۷ کال پورې افغانستان ته هر کال ۱۳۶ ميليون ډالره ورکوي، خو د دغه هېواد لومړي وزير ويلي، چې هېواد يې په هېڅ ډول اداري فساد نشي زغملی او له همدې كبله  غواړي پر خپلو مرستو له نژدې څارنه وکړي.

د بهرنيو چارو وزرات وياند جانان موسى زى وايي، له ناروې سره اړيکې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې او اړينې دي، ځکه دغه هېواد له افغانستان سره په تېرو ۱۰ کلونو کې نژدې ۱۰ ميليارده ډالره مرسته كړې ده.

له امريکا، بريتانيا، جرمني، هند، ايټاليا، اسټراليا او فرانسې سره د افغان لوري پر اوږد مهاله ستراتېژيکو تړونو سربېره ناروې اتم هېواد دى، چې افغان حکومت تړون ورسره لاسليکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA