افغانستان او پاكستان په شپږو مياشتو كې د سولې يوې معاملې ته د رسېدو هڅه كوي
جمهوررئيس حامد کرزي او د هغه پاکستاني سيال اصف علي زرداري وويل، دوى به هڅه وکړي، چې په شپږو مياشتو کې د سولې يوې معاملې ته ورسېږي.

په همدې حال کې د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون ويلي، دغه هدف ته رسېدو لپاره به دوى ټول اړين تدابير ونيسي.
د افغانستان، پاکستان او بريتانيا د مشرانو په درې اړخيزه غونډه کې په قطر کې د سولې د خبرو اترو لپاره د طالبانو د دفتر د پرانيستنې ملاتړ وشو.
د افغانستان او پاکستان جمهوررئيسانو بيا تکرار کړه، چې په خپلو کې يو ستراتيژيک تړون ته د رسېدو په برخه کې به کار وکړي.
دوى وويل، هيله من دي، چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ د اقتصادي، امنيتي او همدارنګه د سرحدي چارو په تړاو يو تړون لاسليک شي.
په يوه خبرې غونډه کې دريو واړو مشرانو تاييد کړه، چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ په بې سارې کچه د پراخو همکاريو هوکړه شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ