ads

ناروی ته د جمهور رییس کرزی سفر

جمهوررئيس كرزى له ناروې سره د اوږدمهالو همکاريو تړون لاسليکوي ټاكل شوې، چې جمهوررئيس حامد كرزى نن د ناروې له بهرنيو چارو وزير سره له خبرو وروسته د دغه هېواد د ولسي جرګې له مشر او غړيو سره وګوري. جمهوررئيس حامد کرزى په بريتانيا کې له ډېوېډ کامرون او پاکستاني جمهوررئيس اصف علي زرداري سره […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1391

جمهوررئيس كرزى له ناروې سره د اوږدمهالو همکاريو تړون لاسليکوي

ټاكل شوې، چې جمهوررئيس حامد كرزى نن د ناروې له بهرنيو چارو وزير سره له خبرو وروسته د دغه هېواد د ولسي جرګې له مشر او غړيو سره وګوري.

جمهوررئيس حامد کرزى په بريتانيا کې له ډېوېډ کامرون او پاکستاني جمهوررئيس اصف علي زرداري سره له خبرو وروسته د دوشنبې په ماښام د ناروې

جمهوررئيس كرزى له ناروې سره د اوږدمهالو همکاريو تړون لاسليکوي

ټاكل شوې، چې جمهوررئيس حامد كرزى نن د ناروې له بهرنيو چارو وزير سره له خبرو وروسته د دغه هېواد د ولسي جرګې له مشر او غړيو سره وګوري.

جمهوررئيس حامد کرزى په بريتانيا کې له ډېوېډ کامرون او پاکستاني جمهوررئيس اصف علي زرداري سره له خبرو وروسته د دوشنبې په ماښام د ناروې پايتخت اوسلو ته ورسېد.

جمهوررئيس کرزى همدارنګه د ناروې له دفاع وزير سره هم وګوري، خو مخکې تر دې، چې ددغه هېواد له لومړي وزير سره وويني، شاهي ماڼۍ ته به لاړ شي او د ناروې له پاچا هيرالد سره به وګوري.

نوموړى به د ناروې د سفر په لړ کې له دغه هېواد سره د ستراتيژيكو همکاريو تړون لاسليک کړي.

افغانستان له ايټاليا، فرانسې، بريتانيا، هند او امريکا سره هم د ستراتيژيکو همکاريو تړونونه لاسليک کړي دي.

ټاكل شوې، چې جمهوررئيس كرزى له ناروې سره د ياد تړون له لاسليکولو وروسته مصر ته لاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA