د پاکستان حکومت پرون په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو شاوخوا څلور زره کانټينرونو ته اجازه ورکړه، چې افغانستان ته حرکت وکړي.
دا کانټينرونه له دريو مياشتو راهيسې د کراچۍ په بندر کې ايسار وو او هره ورځ سلګونه زره ډالره محصول ترې اخيستل کېده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزى وايي، چې پاکستاني چارواکو د ګمرکونو مسوولينو ته امر کړى، چې د افغان سوداګرو کانټينرونه پرېږدي، چې د افغانستان په لور وخوځېږي.
د هغه په وينا، داسې ښکاري، چې د پاکستان پرېکړه موقتي وي او تراوسه پورې مسئله په دايمي ډول نه وي حل شوې.
خان جان الکوزي وړمه ورځ خبردارى ورکړى و، چې ملګرو ملتونو ته ليک استوي او د پاکستان د اقدام په خاطر شکايت کوي، خو د سوداګرۍ وزارت په غوښتنه يې د ليک استول وځنډول او د سوداګرۍ وزارت ويلي وو، چې يو ځل بيا به په دې اړه له پاکستاني چارواکو او په کابل کې د پاکستان له سفير سره خبرې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ