د امريکا دفاع وزير او لوى درستيز پرون په يوه ګډه تلويزيوني مرکه کې اعلان وکړ، چې امريکا به له ۲۰۱۴ ميلادي وروسته افغانستان پرېنږدي.
ليون پنيتا، چې د دفاع وزير په توګه يې ماموريت په بشپړېدو دى او د متحدو ايالتونو د ټولو قواوو لوى درستيز جنرال مارټين ډيمپسي سي اين اين تلويزيون ته په ګډه مرکه کې دا احتمال رد کړ، چې امريکا به له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي.

جنرال ډيمپسي په افغانستان کې صفر ته د امريکايي سرتېرو د شمېر د راټيټېدل رد کړل او ويې ويل، چې د ځواکونو شمېر به د دوى د ماموريت پر اساس وي.
د امريكا دفاع وزير ليون پنيتا هم له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستان څخه د ټولو امريکايي سرتېرو ايستل رد كړل او ويې ويل، داسې احساسوي، چې اوباما به پر هغې ژمنې ودرېږي، چې په شيکاګو کې يې کړې وه.
د شيکاګو په سرمشريزه کې د ناټو او افغانستان د مشارکت لپاره پلان طرحه شوى و، چې پراساس يې له ۲۰۱۴ وروسته تر ډېرې مودې پورې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو د حضور ژمنه شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ