يوې امريکا ضد وسله والې ډلې، د جمعې په ورځ په انقره کې د امريکا پر سفارت د ځانمرګي بريد مسووليت پرغاړه اخيستى. دې ډلې، چې ځان د خلکو د خپلواکۍ د پوځ انقلابي جبهه بولي په خپله انټرنټي پاڼه کې يوه خبرپاڼه خپره کړې ده او پکې يې د بم چوونكي انځورهم ښودلى دى.
يوې امريکا ضد وسله والې ډلې، د جمعې په ورځ په انقره کې د امريکا پر سفارت د ځانمرګي بريد مسووليت پرغاړه اخيستى.
دې ډلې، چې ځان د خلکو د خپلواکۍ د پوځ انقلابي جبهه بولي په خپله انټرنټي پاڼه کې يوه خبرپاڼه خپره کړې ده او پکې يې د بم چوونكي انځورهم ښودلى دى.
د دې ډلې په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ترکيه د امريکا يو غلام هېواد دى.
په دې خبرپاڼې کې همدارنګه له امريکا غوښتل شوي دي، چې پټرايټ ډوله توغندي دې د ترکيې له خاورې وباسي.
ټاکل شوې ده،چې دا توغندي د دوشنبې په ورځ فعال شي.
دا توغندي په ګاونډي هېواد سوريه کې د تاوتريخوالي پروړاندې د ترکيې د خونديتوب لپاره د ناټو په مرسته ځاى پرځاى شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

