د پکتیا او نور ولایتونو ترڅنګ غزني او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې د سږني کال په اوږدو کې په کې د طالبانو پرضد د پاڅونونو شاهدان وو، خو داسې ښکاري چې په دغو ولایتونو کې له پاڅونوالو څخه حکومت ملاتړ نه دی كړى. د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ یو شمېر کورنۍ اوس په سیمه کې د طالبانو
د پکتیا او نور ولایتونو ترڅنګ غزني او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې د سږني کال په اوږدو کې په کې د طالبانو پرضد د پاڅونونو شاهدان وو، خو داسې ښکاري چې په دغو ولایتونو کې له پاڅونوالو څخه حکومت ملاتړ نه دی كړى. د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ یو شمېر کورنۍ اوس په سیمه کې د طالبانو له وېرې ننګرهار ته راتښتیدلي او د غزني د اندړو پاڅون هم په چوپیدو دی.
له غزني څخه راپورونه وايي چې هلته خلك طالبانو تر پوزې راوستي، د دوى په خبره طالبانو تر فشار لاندې راوستي چې د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون كوونكو پر ضد دې لارو او كوڅو ته راووځي او مظاهرې دې وكړي.
د ازادۍ راډیو په حواله د انكار په صورت كې د بريد تر حده ځورول كېږي، د غزني د اندړو اوسېدونكي زياتوي، طالبان يې كليو ته ورځي، خلك جوماتونو ته ورغواړي او مجبوروي يې چې د پاڅونوالو او سيمه ييزو پوليسو پر ضد د غزني ښار ته لاړ شي او هلته مظاهرې وكړي.
طالبان دغه راز د سيمې سپين ږيرو او ځوانانو ته وايي چې دوى بايد د غزني والي ته ورشي او هغه ته ووايي چې سيمه ييز پوليس او پاڅونوال يې كورونو ته اوړي، د دوى په ناموس او عزت تېرى كوي او مالونه يې لوټي.
د اندړو ولسوالۍ د محكم كلي يو تن اوسېدونكى علي شاه وايي، كه كوم سپين ږيرى طالبانو ته د نه ځواب وايي، نو د طالبانو له لوري د نورو خلكو په مخ كې سپكېږي او يا هم ورباندې بريد كوي.
نوموړى وايي، نور دلته خلك د طالبانو له لاسه تر پوزې راغلي دي: ((طالبان زموږ کلي ته راغلل، ويل يې چې د علم خېلو جومات ته به له هره کلي دوه دوه نفره راځئ، موږ هلته شورا لرو.))
علي شا زياتوي، کله چې دوى ورغلل، د طالبانو يو مشر جګ شو، ويل يې مخکې له دې چې سيمه ييز پوليس يا پاڅون کوونکي دلته راشي، تاسې به وار له مخه ځئ، ولسوالۍ، ته يا ولايت ته او يا هم مرکز ته هلته به چارواکو ته مظاهرې کوئ.
علي شاه وړاندې وايي: (( والي ته شكايت وكړئ چې موږ سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي نه غواړو، دا به هم ورته واياست چې دغه دواړه ډلې د خلکو کورونو ته ور اوړي او بې عزته کوي يې.))
اخوا د اندړو د عالم خېلو د كلي اوسېدونكى سيميع الله اندېښمن دى چې هسې نه په غزني كې د پوليسو له لوري ډزې ورباندې وشي او وويشتل شي: ((اورېدلي مې دي چې که په ښار کې څوک مظاهرې کوي، نو پوليس ورباندې ډزې کوي.))
سميع الله زياتوي، دوى د پاڼ او پړانګ تر منځ بند پاتې دي او نه پوهېږي د چا ومني او د چا نه ځكه له دواړو خواوو څخه د وژل كېدو تر حده له ګواښ سره مخ دي.
نوموړى زياتوي: ((ويل يې چې تاسې به چارواکو ته واياست چې محلي پوليس او پاڅون کوونکي مو کورونو ته را اوړي، او غلاوې کوي، تاسې به خامخا ولايت يا مرکز ته ځئ، موږ اوس حيران يو چې څه وکړو، حکومت دې موږ ته په سيمه کې يوه يوه پوسته جوړه کړي چې موږ له دغه غمه خلاص شو.))
له بل لوري د ننګرهار په حصارك ولسوالۍ كې پاڅون كوونكي وايي، سره له دې چې د حكومت د ملاتړ لپاره يې د طالبانو پر ضد جګړه كې ډېرې قربانۍ وركړې، خو اوس د دولت د نه پاملرنې له كبله اړ دي، كور كلى پرېږدي او جلال اباد ښار ته راكډه شي.
دغه پاڅون كوونكي او كورنۍ يې چې اوس مهال د طالبانو له وېرې جلال اباد ته راكډه شوي او د دغه ښار په يوولسمه فرقه كې تر شنه اسمان لاندې ژوند تېروي وايي، سرپناه نه لري، چا له خپلو خپلوانو سره او چا هم همدلته كڼدوالو كې اړولي دي.
دغه بې ځايه شوي ډاډ ښيي، كه دولت يې ملاتړ ته ورودانګي، چمتو دي چې بېرته خپلو سيمو ته لاړ او له وسله والو خپلې سيمې وساتي.
يو تن پاڅونوال ملك انور وايي، حكومت يې ملاتړ نه دى كړى له همدې كبله يې وسله والو كورونه وسوځول او اړ شول چې خانه بدوش جلال اباد ته راستانه شي: (( موږ د ملي بیرغ لپاره قومي پاڅون وکړ چې تقریباً په دغې ولسوالۍ کې موږ په سلګونو کورنۍ لرو، دا ټول په یو اتفاق شول، د وسله والو مخه مو ونيوله.))
د ملك انور په وينا، د دولت ځواکونه کم دي، كه چيرته دوى ته وسلې او امکانات ورکړي، خپله دفاع كولى شي: (( موږ تیار یو چې خپل وطن ته لاړ شو او له وسله والو يې پاک کړو.))
اخوا د ننګرهار سيمه ييز چارواكي وايي، د ځاى په برخه كې يې د دوى مرستې ته وردانګلي او د يوولسمې فرقې ځاى دولت وركړى دى، د والي وياند احمدضياه عبدالزى وايي: ((دغه کورنۍ که چېرې ستونزې لري او له دولته څه غواړي، نو ولایت مقام ته دې راشي او خپلې غوښتنې دې له چارواکو سره شریکې کړي.))
د يادولو ده چې د لومړي ځل لپاره لس مياشتې وړاندې د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونكي هغه مهال د وسله والو پر وړاندې راپاڅېدل چې نور د خپلو ښوونځيو او بازارونو له تړل پاتې كېدو په تنګ شول. د اندړو اوسېدونكو له دغه پاڅونونو وروسته د خپلې سيمې ښوونځي او کلینیکونه پرانستل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

