ټاكل شوې، چې د افغانستان، پاکستان او بريتانيا مشران نن او سبا په لندن کې په درې اړخيزه غونډه کې د افغانستان د سولې پر بهير خبرې وکړي. جمهوررئيس حامد کرزى پرون لندن ته روان شو.
ټاكل شوې، چې د افغانستان، پاکستان او بريتانيا مشران نن او سبا په لندن کې په درې اړخيزه غونډه کې د افغانستان د سولې پر بهير خبرې وکړي.
جمهوررئيس حامد کرزى پرون لندن ته روان شو.
جمهوررئيس کرزى به له لندنه وروسته اوسلو ته لاړ شي، چې له ناروې سره د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړي.
د دې غونډې هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او په افغانستان کې د سولې او پخلاينې د بهير ملاتړ دى.
د درېواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرې اترې د هغه بهير يوه برخه ده، چې د بريتانيا د لومړي وزير ډېوېډ کامرون په نوښت تېر کال پيل شو.
د بريتانيا د لومړي وزير وياند وايي، د لومړي وزير ډېوېډ كامرون هدف دا دى، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې پياوړې شي، د افغانستان د سولې او پخلاينې د پروسې ملاتړ وشي او په سيمه کې سوله او ثبات ټينګ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

